تركيې د غزې د بيا جوړولو لپاره ملا وتړله.
د تركيې د همكارۍ او همغږئ اژانس `تيكا` په غزه كې د ۸۰۰ زره كسانو لپاره د پاكو اوبو د برابرو د اساسي پروژې بنسټ كېښود.
د تركيې د همكارۍ او همغږئ اژانس `تيكا` په غزه كې د ۸۰۰ زره كسانو لپاره د پاكو اوبو د برابرو د اساسي پروژې بنسټ كېښود. په غزه كې د اسراييلو د وروستيو بريدونو په پايله كې د څښاك د اوبو ټولې زېرمې ويجاړې شوې وې. د تركيې دولت په سيمه كې د نوو څاګانو په كيندلو سره د اوبو رسولو پرمختللي تاسيسات فعاله كړل.
سربېره پر دې د تيكا اداره په پام كې لري چې په غزه كې د تركيې- فلسطين د دوستۍ روغتون او د غزې اسلامي پوهنتونه چې دواړه د اسراييلو لخوا په بمباريو كې ويجاړ شوي دي ورغوي.
په فلسطين كې د تركيې لوى سفير مصطفى سرينچ د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې د چارواكو سره په ګډه د ويجاړو شوو ودانيو نه په ګډه ليدنه و كړه.
سرېنچ خبريالانو ته وويل چې `` په سيمه كې د اسراييلو په بريدونو كې د ويجاړو شوو ودانيو د بيا رغاونې په موخه دلته راغلي يو. د بيا رغاونې د بهير د پيل لپاره به فلسطيني چارواكو سره خبرې اترې وكړو.``
د تيكا مشر وويل چې غزې ته د ولسمشر رجب طيب اردوغان د هداياتو په اساس راغلي دي. نن به د غزې د ۸۰۰ زره كسانو لپاره د پاكو اوبو رسولو سيستم ګټې اخيستنې ته پرانيزو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.