تركيې د بېړنۍ مداخلې ځانګړې بېړۍ جوړه كړه.

دا بېړۍ چې د هېواد د ساحلي امنيت د چارو د ادارې لپاره د تركي انجينيرانو لخوا ډيزان شوې ده چې په بحر كې د احتمالي پېښو په وړاندې د بېړنۍ مداخلې ظرفيت لري.

170442
تركيې د بېړنۍ مداخلې ځانګړې بېړۍ جوړه كړه.

ددې بېړۍ د فعاليت د پيل له امله په جوړو شوو مراسمو كې د تركيې د ترانسپورت او بحري چارو وزير لطفي اولوان ګډونوالو ته وويل چې اوسمهال په تركيه كې د كيښتيو جوړولو ټولې ۴۶ فابريكې فعاليت كوي چې زياتره يې بار وړونكې لويې بېړۍ جوړوي. د نوموړي په وينا تركيه داسې هېواد دى چې درې خواوې يې د بحرونو سره سرحد لري.
دا بېړۍ چې اوږدوالى ۷۹ متره، سور يې ۱۹،۵ متره او لوړوالى يې ۸،۷ متره دى د ۱زرو ۸۰۰ ټنه فولادو نه جوړه شوې ده.
بېړۍ په ځانګړې پرمختللې ټيكنالوژۍ سمبال ده او د بېړنۍ مداخلې، ژغورنې او درملنې ټول امكانات لري.
ددې بېړۍ ټول لګښت څه باندې ۳۱ ميليونه يورو دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه