احمد داوود اوغلو د ترکیې د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

98990
 احمد داوود اوغلو د ترکیې د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د نوي مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکه.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې نوي ولسمشر او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا د واکمن ګوند او خپل نوماند د ټاکلو په موخه د اګست په لسمه د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته د خپل ځای ناستي او نوي لومړي وزیر د ټاکلو په خاطر د خپل ګوند په منځ کې په سلامشورو پيل وکړ.
سلا مشورې پایته ورسیدې او نن لومړي وزیر او راتلونکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د وروستي ځل لپاره د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د اجراییوي شورا مشري وکړه او خپل ځای ناستی وټاکه.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د اجراییوي شورا  د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند  د تاسیس  د ورځې راهیسې   تل موږ  ټولې پریکړې  د سلا مشورو سره  کړي دي چې نن ورځ  هم  دا مهمه پریکړه  د سلامشورو په پایله کې  شوې ده .  لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه چې د ګوند د نوي مشر د ټاکلو په خاطر مو  په هیواد کې په لارو او سړکونو کې د عام خلکو نه نیولې تر لوړپوړو چارواکیو او ټولو سره  مشورې کړي دي . د عدالت او پراختیا ګوند  په منځ کې ډیر زیات کسان  د مشرۍ لپاره نوماند  وښودل شول  چې دا ټول  د قدر وړ  او د ویاړ  ځای  دی .

په پای کې  ټول ګوند  په یو تن  باندې  سلا وکړه  . لومړي وزیر اردوغان وویل چې  د عدالت او پراختیا د ګوند  د بري راض  هم  په یووالي او اتفاق  کې دی. موږ تل په خپلو ټولو غونډو کې ددې خبرې په ټینګار وایو چې  راځۍ چې سره  یو شو، راځۍ چې یووالی  او اتفاق  غوره کړو.

لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه چې  یو زیات  شمیر  ډلو او ټپلو  هڅه وکړه چې د عدالت او پراختیا د ګوند په منځ کې بعضې  د نفاق  تخمونه وکړي او ستونزې پیدا کړی خو د الله په فضل سره چې ددوې دا هڅې ناکامې شوې چې دا هم  زموږ  د یووالي او اتفاق  له برکته .

لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه زه پوره باور لرم چې  د عدالت او پراختیا د ګوند مشر او راتلونکی  لومړی وزیر به  د هیواد  د لا پرمختګ په خاطر  د ګوند سره  یو ځای  لا زیاتې هلې ځلې وکړي .

لومړي وزیر اردوغان وویل چې د ګوند د مشرۍ لپاره ډیر کسان نوماند شول خو موږ باید یو تن ټاکلی وی او هغه مو وټاکه.


د یادولو وړ ده چې د ترکیې ۱۲ ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اګست په ۲۸ نیټه په ملي شورا کې د لوړې د مراسمو د پرځای کولو نه وروسته په رسمي توګه د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به په همدې ورځ احمد داوود اوغلو ته د لومړي وزیر په توګه د نوي حکومت او کابینې د جوړولو دنده وسپاري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه