د ترکسات 4A مصنوعي سپوږمكۍ فعاله شوه.
د ترکسات 4A مصنوعي سپوږمكۍ فعاله شوه. د راډيو او ټلوېزيون څپې هم بدلون مومي.
د ترکسات 4A مصنوعي سپوږمكۍ چې د تركيې لخوا د روان ميلادي كال د فبروۍ په مياشت كې فضا ته لېږل شوې وه په برياليتوب سره د ځمكې په مدار كې ځاى پر ځاى شوې ده.
د د ترکسات 4A د فعاليت د پيل له امله د جولاى د مياشتې په ۱۴مه نېټه د شپې په ۱۲بجو د ترکسات 4A د سـټلايټ د ټولو راډيويي او ټلوېزيوني كانالونو څپې نوي سټلايټ ``ترکسات 4A `` ته لېږدول كيږي.
پدې ډول د ټي آر ټي د ټولو كانالونو د نشراتو څپې هم بدليږي. ددې انتقال پرمهال كېداى شي چې په نشراتو كې تخنيكي ستونزې رامنځته شي.
د ترکسات 4A په نوي سټلايټ زموږ څپې پدې ډول دي.
په ختيځ پاكټ كې بدلون نه رامنځته كيږي.
د ټي آر ټي په لوديځ پاكټ كې زموږ اېس ډي خپرونې:
د د ترکسات 2A نه ترکسات 4A څپې انتقاليږي چې په لاندې ډول دي.
ترکسات 4A – لودیځ – ۱۱۹۵۸ ميګاهېرټز – عمودي ( V) – د سمبول كچه: ۲۷۵۰۰ - FEC 5/6
د ټي آر ټي په لوديځ پاكټ كې زموږ اېچ ډي خپرونې:
د ټي آر ټي – ايچ ډي خپرونې ددې څپو له لارې كتلى شئ.
تركسات 3A – لوېديځ – ۱۱۰۵۴ ميګاهېرټز - عمودي ( V) – د سمبول كچه: ۳۰۰۰۰ - FEC 3/4
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.