د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د روسیې غږ راډیو : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ادلب په اړه د روسیې سره د شوي مطابقت له امله د کډوالۍ د سترې څپې مخه ونیول شوه.
د اتریش د ډیا پرس ورځپاڼې : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني نه د لیدنې نه وروسته د نوموړي هیواد د تکنالوژۍ شرکت سیمنس په ترکیه کې د نوو پانګه اچونو ته تیاری وښود. یاد شوي شرکت ویلي دي چې غواړي د طبي ماشین الاتو د تولید فابریکه په ترکیه کې جوړه کړي.
د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : تمه کیږي چې د یوې میاشتې په دننه کې د سوریې په شمال کې د ستراتیژيک اهمیت نه برښمند د منبیچ د ښار په اطرافو کې د ترکیې او امریکايي ځواکونو لخوا په ګډه د ګزمې چارې پیل شي.
د ایټالیا د انسامید خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د اکتوبر د میاشتې په نیمايی کې به د سوریې په اړه د ترکیې، روسیې، فرانسې او جرمني مشران په استانبول کې غونډه وکړي.
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د اقتصادي تدابیرو سره د ترکیې اقتصادي وده دوام لري. د روان کال د سپټمبر په میاشت کې د ترکیې صادرات ډیرې لوړې کچې ته رسیدلي دي.
د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې غواړي د دفاعي برخو په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې د روسیې سره اړیکې لا پسې قوي کړو. هغه ویلي دي چې د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو د ودې پر وړانډې پراته ټول خنډونه به لرې کړي.
د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : په اروپا کې تر ټولو لوی جامع جومات د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د جرمني د کولن په ښار کې پرانیستل شو. دا جومات د ترکیې د دیني چارو ریاست او د ترک اسلام د ټولنې لخوا په ګډه جوړ شوی دی.
د جرمني د دویچه ویلې خبري اژانس : په ترکیه کې د جون د ۲۴ مې نیټې د ټولټاکنو او ولسمشرۍ حکومتي سیستم ته د تیریدو نه وروسته د ترکیې ملي شورا نوی تقنیني کال پيل شو.
د چین نړۍوالې راډیو : د ترکیې د ملي شورا د بهرنیو چارو کمیسیون رئیس ولکان بوزکر ویلي دي کامبوچیا په انقره کې د سفارت د پرانیستو غوښتنه کړې او پدې اړه په پلان او قانوني چارو پیل شوی دی.
د ایران د پارس توډې راډیو : ترکیه او ایران د کرنیزو چارو په برخه کې اړیکې لا پسې قوي کوي. دواړه هیوادونه به په ځانګړې توګه د شنو خونو او زعفران د تولید په برخه کې په ګډو پروژو کار وکړي.
د انګلستان د الشرق الاوسط ورځپاڼې : د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل « په منځني ختیځ کې سیمه کې چې د داعش ترهګره ډله د کومو موخو او اهدافو لپاره خدمت کوي په اروپا کې بیا ښي اړخه افراطي ډلې عینې ضد انساني اهدافو او موخو لپاره خدمت کوي. د دواړو ترمنځه هیڅ کوم توپیر شتون نلري.