د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1942772
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: نن  ورځ د یووالي ورځ ده" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د

 تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په قهرمان ماراش  ولایت کې د ریښتر په کچه ۷.۷ درجې زلزله په تېره پېړۍ کې د ۱۹۳۹ کال د ایرزینجان له زلزلې وروسته تر ټولو ستره  زلزله او ناورین دی. اردوغان وویل "زه هیله لرم چې مونږ به دا ناورین ورځې د یو هیواد او ملت په توګه په یووالي او پیوستون کې شاته پریږدو او تیرې کړو." هغه وویل چې  "نن ورځ زمونږ د  ۸۵ میلیونو ټولو لپاهر  د یو والي او یو موټي‌ کیدو ورځ ده."

 

د خبر تورک ورځپاڼې  " ټولې تورکیې  د زلزلې ځپلو سیمو لپاره  وینې ورکولو ورغلل" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، په تورکیه کې د ۷عشاریه ۷  درجې زلزلې وروسته چې په قهرمانمارش کې رامینځته شوه ، د سرې میاشتې رییس ډاکټر کریم کینک په ټولو تورکیې غږ وکړ چې وینه ورکړي. د تورکیې د مختلفو ښارونو اوسیدونکي د زلزلې ځپلو سیمو ته د وینې ورکولو لپاره راټول شول او د وینې په ورکولو يي پیل وکړ.

 

صباح ورځپاڼې " تورکیه یو موټی او متحد شوی ، د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

دغه زلزله چې په قهرمانمارش ولایت  کې رامنځته شوه ، ۱۰ ولایتونه يي ډیر سخت اغیزمن کړي‌ دي. د زلزلې وروسته ټوله تورکیه یو موټی او متحد شوې ده. په سیمه کې د ژغورنې کمپاین پیل شو. د ټول هیواد څخه ټیمونه سیمې ته لیږدول شوي. په داسې حال کې چې ټیمونه په ډیر احتیاط سره د خاورو لاندې هیوادوالو ته د رسیدو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي، خیمې، کمپلې، چمتو شوي خوراکي مواد او د پخلنځي وسایل له ډیرو ښارونو راټول شوي د لاریو په واسطه زلزله ځپلو ته رسول کیږي.

 

وطن ورځپاڼې  "له نړۍ څخه تورکیې ته د خواخوږۍ او مرستې پیغامونه راروان دي، د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، نړیوالو رسنیو د تورکیې په جنوب او جنوب ختیځ  کې د زلزلې خبرونه په سرلیکونو کې ورکړي او ویبپاڼو یې سمدلاسه د ژوندیو بلاګونو په مرسته خپلو لوستونکو ته د پرمختګونو په اړه شیبه په شیبه خبر ورکوي. د زلزلې په اوریدو سره د تورکیې لپاره د مرستې، خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه شریک شول. د ګڼو هېوادونو مشرانو هم له تورکیې سره د پیوستون پیغامونه ورکړل.

 

د سټار ورځپاڼې  "له التون څخه ایلون مسک ته د غلط معلوماتو د مخنیوي‌ په اړه  خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو رییس فخرالدین التون هم ایلون مسک ټګ کړی او ویلي یې دي چې د زلزلې په اړه غلط معلوماتو او غلطو معلوماتو ته باید پاملرنه وشي. التون په خپل ټویټر اکاونټ کې شریک کړ: "په داسې اضطراري حالت کې ، د ټویټر لپاره دا مهمه ده چې په پلیټ فارم کې د غلط معلوماتو د خپریدو مخنیوی وکړي او دې  ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه چې غلط‌ او ناسم معلومات کولی شي خلک مصروف  کړي او زمونږ هڅې ورو کړي. موږ له ټویټر څخه د مسؤلانه چلند تمه لرو.



اړوند خبرونه