نن ورځ په تاریخ کې څه تیر شوي دي

نن ورځ په تاریخ کې څه تیر شوي دي

1338060
نن ورځ په تاریخ کې څه تیر شوي دي

د ۶۳۰ میلادي کال  د جنوري په ۱۱ مه نیټه  د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص  په مشرۍ  اسلام  پوځ  د مکه  فتحه کړه. پیغمبر ص  د مکې ښار د فتحه کولو نه وروسته په ښار کې  عمومي  بښنه اعلان کړه. پیغمبر ص  د مکې د فتحه کولو نه وروسته  په کعبې شریف کې ټول بتان  مات کړل  .

د ۱۹۶۲ میلادي کال  د جنوري په ۱۱ مه نیټه پیرو هیواد  د طبعي ناورینونو سره  ولړزید. په هیواد کې  تر ټولو  په دنګ  غر  نیوادا هوس کاران  کې  اورشیندنه  پیل شوه. د چاودنې او اورشیندنې  او مځکښویدنې  له امله پدې هیواد کې په زرګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د ۱۹۸۴ میلادي کال  د جنوري په ۱۱ مه نیټه  د نړۍ په کچه مشهور  د پاپ موسیقۍ  سندر غاړي  مایکل  جکسن د ګرامي  ۸ جایزې  ترلاسه کړې.

د ۲۰۱۴ میلادي کال  د جنوري په ۱۱ مه نیټه  د اسراییلو لومړی وزیر  اریل شارون چې په ۱۹۸۲ کال کې  د فلسطیني کډوالو د صابرا او شاتیلا په کمپونو کې په عام وژنو سترګې پټې کړې وې  د ۸ کلن کوما نه وروسته ومړ. شارون چې  د فلسطین خاوره په دوو برخو د ویشونکي  دیوار  معمار هم  بلل کیږي  په ۲۰۰۰ کال کې  د حرم شریف نه د لیدنې سره يي  په فلسطین کې د دویمې انتیفاضه د پیلیدو  لامل  شو.



اړوند خبرونه