په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان بریا په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.
د ټولې نړۍ سترګې د تورکیې د ټاکنو پایلو ته اوښتې وې
په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان بریا په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.
د انګلستان نشراتي ارګان بي بي سي راپور ورکړی چې په استانبول او انقره کې خلکو د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مخکې او سړکونو کې د اردوغان د بریا ولمانځله.
په خبر کې راغلي چې اردوغان د ټاکنو د پایلو له معلومیدو نه وروسته په استانبول کې خلکو ته وینا وکړه .
د ګارډین انګلیس ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې اردوغان د ۵ نورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د سي ان ان تلویزیون د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د معلومیدو نه وروسته په تورکیه کې د شپې تر ناوخته پورې د خلکو لخوا لمانځولو او د ولسمشر اردوغان لخوا بالکوني وینا ته توجه کړې ده .
د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په خپله ویبپاڼه کې د تورکیې ټاکنو ته یو جلا پاڼه ځانګړې کړې وه.
د وال سټریټ ژورنال (WSJ) ویب پاڼه لیکي، "د هیواد ترټولو اوږد خدمت کونکي مشر په دویم پړاو کې خپل اصلي سیال ته ماتې ورکړه.".
د آلمان عامه نشراتي ارګانونو ARD او ZDF ، په تورکیه کې د ټاکنو پایلې د وروستي خبر په توګه د خپلو لوستونکو او لیدونکو سره شریک کړي دي.
د فرانسې ورځپاڼې لی مونډ لیکلي چې ولسمشر اردوغان بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د کوریره دلا سرا ایټالیوي ورځپاڼې بیا په خبر کې لیکلي دي چې د تورکیې ولسمشر اردوغان خپله بریا اعلان کړه . په خبر کې راغلي دي چې اردوغان د ټاکنو په دویم پړاو کې د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره خپله ولسمشري تایید کړه.
د لا وانګارډیا اسپانیوي ورځپاڼې ( اردوغان د ۵ نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شو) د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
د اتریش یوې مخکښې ورځپاڼې ډې پریس په خپل خبر کې «اردوغان په تورکیه کې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل» تر سرلیک لاندې غیر رسمي پایلې له خپلو لوستونکو سره شریکې کړې.
په بلجیم کې په فرانسوي او فلیمش ژبو نشرات کوونکو د لی سویر او دی مورګن نامتو ورځپاڼو "اردوغان خپله بریا اعلان کړه" سرلیک سره خبرونه نشر کړي دي.
په سويس کې په آلمانۍ ژبه نشرات کوونکې تاګسانزيګر ورځپاڼې د «اردوغان بریالی شو» تر سرليک لاندې په خپل خبر کې ويلي، چې د تورکيې ولس د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل ولسمشر وټاکه.
د روسیې ورځپاڼې ایزویسټیا بیا لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د ټاکنو د پایلو د معلومیدو نه وروسته په خپله وینا کې وویل چې ددې ټاکنو اصلي ګټوونکی د تورکیې ډیموکراسي ده .
په لبنان کې هم د تورکیې ټاکنې د ډیر لیوالتیا سره تعقیبدې. د النحر ورځپاڼې په خپله وېبپاڼه کې د اردوغان هغه وینا خپلو لوستونکو سره شریکه کړې ده چې په استانبول کې یې د ټاکنو له بریا وروسته وکړه.
د فلسطین د القدس ورځپاڼې «تورکیې یو ځل بیا پر اردوغان باور تازه کړ» تر سرلیک لاندې د ټاکنو پایلې شریکې کړې.
اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان په تورکیه کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې له نږدې تعقیب کړې او د رجب طیب اردوغان بیا ټاکنې د دغو هېوادونو په مطبوعاتو کې په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راغلې.
د ختيځ او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو رسنيزو ادارو هم په خپلو خبرونو کې دغې بريا ته پراخ پوښښ ورکړ.
د انتخاباتو د عالي شورا له خوا د اعلان شویو لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر اردوغان بریالیتوب ، په الجزایر، تونس، ایران، عراق، اسرائیل او لیبیا کې د پراخه پوښښ لاندې راغلی دی. متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان او کویت د تورکیې د ټاکنو په اړه خبرونو ته پراخه پوښښ ورکړی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې او عراق ترمنځ د "کډوالۍ او داوطلبانه ستنیدو" په اړه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
تورکیه عراقي کډوال په داوطلبانه توګه بیرته خپل هیواد ته ستنوي