په نړۍوالو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په نړۍوالو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د ګرجستان د انټرپرس نیوز خبري ارګان : د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا کیدای شي چې د ترکیې په څیر صمیمي دوست د لاسه ورکړي.
د جرمني د ټي پي ای خبري اژانس : ترکیه د جرمني په ګډون د سوریې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړوي.
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند : د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه په اړیکو کې موجودې ستونزې د حل وړ دي. مخکې ددینه چې وخت له وخته تیر شي اړیکې باید وژغورل شي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس: د ترکیې د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ تهدید امیزه څرګندونې په هیڅډول د منلو وړ ندي.
د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې ترکیه به هیڅکله هم د امریکايي راحب اندریو برونسون په دعوا کې د امریکا ګواښونو او تهدیدونو ته غاړه کینږدي. ولسمشر اردوغان واشنګټن په ایوان ژنیزم او صهونیزم اډیالوژۍ ته په خدمت کولو تورن کړ. اردوغان ویلي دي چې د امریکا دا تهدید امیزه دریځ په هیڅډول د منلو وړ ندی.
د اسپانیا د یوروپ پرس خبري ارګان : ترکیې د امریکا لخوا په دوو ترکي وزیرانو تحریم لګول په کلکه توګه وغندل. انقرې ویلي دي چې امریکا د دا ډول جزايي تدابیرو سره په ډیرې بې احترامۍ سره د ترکیې د قضايي ارګانونو په پریکړو کې مداخلې هڅه کوي. د امریکا اداره باید هر څه ژر د خپلې دې اشتباء نه لاس په سر شي. دې چلند د پایته نه رسولو په صورت کې به ترکیه هم په متقابلو ګامونو پورته کولو پیل وکړي.
د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو چې د امریکا لخوا پرې بندیز لګول شوی دی د بندیز په غبرګون کې د مسخرې ډک لهن سره ویلي دي ، په امریکا کې یو مال لرو چې هغه هم د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر ګولن دی. هغه هم تاسې ته نه پریږدو.
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکېې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق ویلي دي د امریکا متحده ایالتونو لخوا د یو راحب په مسله کې چې د ترهګرۍ نه په ملاتړ تورن دی په ترکیې بندیزونه لګول د منلو وړ ندي. هغه ویلي دي چې پوره باور لري چې دادې بندیزونو اغیزې موقتي دي.
د ایران د مهر خبري اژانس : د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د امریکا لخوا په دوو ترکي وزیرانو بندیز لګول په کلکه توګه غندلي دي.
د ګرجستان د انټرپرس نیوز خبري ارګان: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد په جزا قانون کې د اعدام مسلې ته د ځای ورکولو په اړه تازه څرګندونې وکړې. هغه ویلي دي چې د اعدام د مسلې نه ملاتړ کوي. هر کله چې پارلمان د اعدام په اړه قانون تصویب کړ په هماغه شیبه کې به يي لاسلیک او توشیح کړي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې د ټولو خنډونو او ستونزو سره سره د اروپايي ټولنې پوره غړیتوب د ترکیې اصلي هدف دی.
د روسیې د اسپوتنیک ویبپاڼې : د ترکیې د احصایې ادارې د اپریل او جون د میاشتو ترمنځه د ګرځندوی د عوایدو په اړه راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي دي چې سږ کال پدې موده کې د ترکیې د ګرځندوی نه د عوایدو کچه د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده .
د امریکا د سي ان ان نړۍوال خبري کانال: د ترکیې د تورکوشکر سپورت لوبډلې بایسکل ځغلوونکي اونور بالکان په چین کې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.