د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د روسیې د تاس خبري اژانس : ترکیه په ۲۰۱۹ کال کې په انترکتیکا کې علمي څیړونو هډه جوړوي.
د ایران د فارس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوزبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او د دواړو هیوادونو ترمنځه یي په بیلابیلو برخو کې د همکاریو د کچې په لوړولو ټینګار وکړ.
د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د بیلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې پ ک ک د څانګو پ وای ډي او وای پ جي تر اشغال لاندې د منبج په سیمه کې په خپلواکه توګه د ګزمې په فعالیتونو پیل وکړ.
د جرمني د دویچې ویله نشراتي ارګان : د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل ، د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې به د جولای د ۴ مې نیټې نه اعتبار سره د سوریې د منبج د ښار نه په وتو پیل وکړي.
د ایټالیا د انسامید خبري ارګان : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په هیواد کې به د اټومي انرژۍ دریمه بټۍ هم جوړه کړو.
د ایران د فارس خبري اژانس : د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ستیفن دیمستورا ویلي دي چې د ایران ، ترکیې او روسیې استازو ته به جینیوا ته بلنه ورکړي.
د امریکا د سي ان ان خبري اژانس : د ترکیې ګرځندوی سکتور په پام کې لري چې سږ کال ریکاټ ټینګ کړي. په خبر کې راغلي دي چې سږ کال تر ټولو ډیر روس ګرځندویان ترکیې ته تللي دي.
د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس : د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو او د غړیتوب په مذاکراتو کې سر مرکچي عمر چیلیک په اروپا کې افراطیت ته په اشارې سره وویل
د اروپا داعشیان افراطي ډلې.
د امریکا غږ راډیو : په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر میشتو ترکانو خپلې رایې وکارولې. په خبر کې راغلي دي چې د هیواد نه بهر په ټولټاکنو کې د ګډون کچه ۳۰ سلنه وه.
د چین رسمي خبري اژانس شینهوا : د چین ګرځندویان په پام کې لري چې په سږنې اوړي کې د ترکیې د شمال ختیځې اناتولیا غرنۍ سیمه چې بې ساري طبعي ښکلا او تاریخي مکانونو سره کشف کړي.
د په انګلستان کې چاپیدونکي د الشرق الاوسط ورځپاڼې : د نړۍ تر ټولو لویه د ساختماني چارو کښتۍ د ترکیې استانبول د تنګي نه تیره شوه . دا کښتۍ به په توره بحیره کې د ترک جریان د ګازو نللیکه د سمندر په تل کې وغځوي.
د بوسنیا هیرزګوینا خبري اژانس : د ترکیې او بوسنیا ترمنځه کلنی سوداګریز حجم د ۲۰۰۳ کال راهیسې لس برابره ډیر شوی او ۷۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی.