په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
![په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a02f/e4c6/a237/582aadcb16159.jpg?time=1718553786)
د کریمیا د کیو ایچ ای خبري اژانس : د اوکراین د روغتیا وزیر ویلي دي چې ترکیه په ټولو روغتیايي خدماتو خو په ځانګړې توګه په عاجل روغتیايي خدماتو ډیر پرمختللی دی.
د کریمیا د کیو ایچ ای خبري اژانس : د ترکیې د دیفکتو په نامه د تیارو جامو مغازو زنځیز چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې تر ۴۵۰ ډیرې مغازې لري په اوکراین کې هم په فعالیت پيل وکړ.
د جرمني د دیرشپیګل مجله : د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل ، د سولینګن په ښار کې ۲۵ کاله مخکې په رامنځته شوې توکمپاله پیښه کې ۵ تنو ترکانو ژوند دلاسه ورکړی وو . هغه وویل چې نن ورځ هم په جرمني کې په میشتو ترکانو توکمپاله بریدونه او یا د هغوې سره د دویم صنف وګړو په توګه معامله زمونږ لپاره د شرم ځای دی.
د ایران د ایرنا خبري اژانس : پاکستان د ترکیې نه ۳۰ د اټاک تعرضي پرمختللي چورلکې وپیرودې. په خبر کې راغلي دي چې دې ګام د دواړو هیوادونو ترمنځه په دفاع اړیکو کې نوې پاڼه پرانیسته.
د روسیې غږ راډیو : د ترک جریان د ګازو د پروژې چې د روسیې ګاز د ترکیې له لارې اروپا ته انتقالوي د دویمې نللیکې چارې پیل شوې. په خبر کې راغلي دي چې د دویمې نللیکې چارې به د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې سرته ورسیږي.
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په ځانګړې توګه د سوریې په روانو پرمختګونو ، انرژۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا خبرې کړي دي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس : په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه. پدې غونډه کې پریکړه وشوه چې ترکیه به لکه څرنګه چې تر اوسه پورې د فلسطین د دعوا نه ملاتړ کړی ددینه وروسته به هم په نړۍواله کچه ملاتړ ته دوام ورکړي.
د انګلستان د بي بي سي ترکي څانګه : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه وای پ جي به هر څه ژر د سوریې د منبیچ د ښار نه ووځي.
په امریکا کې د ترکش امریکن ویبپاڼه : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د ترک جریان د ګازو د نللیکې د تیریدو د مسیر په اړه مو په دومداره توګه د ترکیې سره سلا مشورې کړي دي.
د ویلو ده چې دا نللیکه به د روسیې ګاز د ترکیې له لارې د اروپا بازارونو ته انتقال کړي.
د جرمني د دویچه ویلې ویبپاڼه : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د ترکېې او د ترکانو په مقابل کې دوه مخی چلند کوي.