د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د امریکا د ترکش امریکا ویبپاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل « د نړۍ برخلیک د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو لاس ته پریښودی نشو. د ملګروملتونو سازمان او دا پنځه غړي د نړۍ د ستونزو په حل کې تل ناکامه شوي دي. دوی د هیچا درد ته دوا کیدی نشي. »
د روسیې د تاس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د فلسطین د خلکو د امنیت د ساتلو په خاطر باید دې هیواد ته سوله ساتې ځواکونه واستول شي.
د جرمني د دویچه ویلې خبري سایټ : په اروپا کې میشتو ترکانو د تیرې اوونۍ په پای کې د بوسنیا په پلازمینه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړه. د ترکیې ولسمشر په اروپا کې په میشتو ترکانو غږ وکړ « په هر هیواد کې چې اوسیږۍ د هغه تابعیت ترلاسه کړۍ خو د خپل کولتور د حفاظت په شرط.
د کریمیا ( کیو ایچ ای ) خبري اژانس : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د یونان لخوا نوموړي هیواد ته تښتیدولو کودتاچیانو ته د پناه ورکولو په اړه سخت غبرګون وښود. هغه ویلي دي چې د یونان محکمې نوموړو کودتاچیانو ته د برائت په ورکولو سره په اصل کې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ کودتا د قربانیانو حقونه د خپو لاندې کړل.
د جاپان د کیودو خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بوسنیا هرزګوینا ته د سفر پر مهال د نوموړي هیواد سره د پانګه اچونې ژمنه وکړه.
په امریکا کې د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ټوله نړۍ باید د اټومي وسلو نه پاکه کړی شي.
د روسیې د ریانویستي رسمي خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د خپل روس سیال سرګي لاوروف سره د سوریې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.
د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ته د تیرې یکشنبې په ورځ د ولسمشر په ټولټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله.
په امریکا کې د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې د سیاست ، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د وقف د واشنګټن د دفتر مشر قدیر اوستون وویل چې امریکا متحده ایالتونو په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو سره په منځني ختیځ کې د بې طرفۍ او منځګړتوب رول د لاسه ورکړ.
د اذربایجان د اذر تاج خبري اژانس : د اذربایجان د سیاسي تبلیغاتو مسئول د دولتي کمیټې ریس فواد مرادوف ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د ملي شورا د ریس اسماعیل قهرمان سره لیدنه وکړه.
د ترکیې د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ارمنستان د اشغال لاندې د بره قره باغ مسله زمونږ ګډه ملي مسله ده .