په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د رویټرز خبري اژانس : ترکیه د سوریې په مسله کې د هیچا ترڅنګ ولاړه نده. ترکیې په سوریه کې د ایران، روسیې او امریکا برعکس خپل ځانګړی دریځ او سیاست غوره کړی دی.
د بي بي سي ترکي څانګه : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې د ترکیې د ایدن ولایت د دیدم د ولسوالۍ انتروفوتوس په ټاپو کې د یونان لخوا ځوړول شوی بیرغ د ترکيې لخوا لرې کړی شو.
د جرمني د دویچه ویلي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې به د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې د وخت نه مخکې ترسره شي. دا ټاکنې به د جون په ۲۴ مه نیټه ترسره شي.
د کریمیا د کیو ایچ ای خبري اژانس : استانبول د ترک کولتور او تاریخ په اړه د جوړیدونکي سمپوزیم کوربه توب ته چمتوالی نیسي.
د چین مرکزي تلویزیون : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو د سوریې د مسلې سربیره دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسلو خبرې کړي دي.
د بوسنیا هیرزګوینا اوسلوبودژینژي خبري اژانس : د ناټو سازمان سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې ترکیې تر تولو زیات د ناټو سازمان سره مرسته کړې ده .
د روسیې غږ راډیو : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په یونان باندې د پارونکو اقداماتو نه د ډډه کولو غږ وکړ.
د جرمني د ډي پ ای خبري اژانس : د جرمني د اقتصاد او انرژۍ وزیر ویلي دي غواړي چې د ترکیې سره اقتصادي او انرژۍ په برخه کې اړیکې لا زیاتې قوي کړي.
همداشان یاد شوي خبري اژانس په یو بل خبر کې لیکلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان د جرمني د لومړي وزیرې انګیلا مرکل سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په خبر کې راغلي دي چې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په ځانګړې توګه د سوریې په مسلې خبرې کړي دي.
د فرانسې د ایرونیوز خبري اژانس : ترکیي د اورپا د کمیسیون لخوا ددې هیواد په اړه په جوړ شوی راپور سخته نیوکه وکړه. ترکیې ویلي دي چې دا راپور د حقیقت او عدالت نه لرې دی. پدې راپور کې توازن په نظر کې ندی نیول شوی.
د روسیې د سپوتنیک خبري سایټ : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چین د ولسمشر شي جین پینګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په خبر کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وکړې .