د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
![د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9eb8/4d1b/168f/59ddbc7090393.jpg?time=1719164196)
د ایران د ارنا خبري اژانس : ترکیې د افغانستان د حکومت لخوا طالبانو ته د سولې د وړاندیز نه ملاتړ اعلان کړ .
د بي بي سي ترکي څانګه : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې خبرې په ټینګار وویل « د قانوني لارو څخه ترکیې راتلوونکي افغانان زمونږ د سر تاج دي ، خو ناقانونه افغان کډوالو زمونږ لپاره ستر سرخوږی جوړ کړی دی. »
د رویټرز خبري اژانس : ترکیې د تیرې خالي په ورځ د اسد د رژیم لخوا د دوما په سیمه کې ترسره شوی د کیمیايي وسلې برید په کلکه توګه وغنده.
د جرمني د ډي پي ای خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سوریې د ختیځې غوطه د دوما په سیمه کې د کیمیايي وسلو د برید مسئولینو نه به خامخا ددې قتل عام پوښتنه وشي.
د عراق د بعس نیوز ورځپاڼې : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د حکومت لخوا د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي نه ملاتړ او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ددې ترهګرو د استازو سره د لیدونو کتنو په اړه سخت غبرګون وښود.
د امریکا د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم ویلي دي « په کومه سیمه کې چې ترکي سرتیري شتون ولري هلته خامخا سوله او امنیت وي.»
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان خپل روسي سیال ته ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اسد رژیم باید په ختیځې غوطه سیمه کې عام وژنو ته د پای ټکی کیږدي.
د بي بي سي ترکي څانګه : د ترکیې ولسمسر رجب طیب اردوغان وویل چې د عفرین د سیمې د سپارولو نیټه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف نه بلکې ترکیه معلوموي. د ترکیې ولسمشر د عفرین په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سوریې د عفرین سیمه به هیڅکله هم د اسد رژیم ته تسلیم نکړو.
د امریکا د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ وویل چې سوریې په مسله کې باید هر سړی د نړۍوالې ټولنې سره په ګډه حرکت وکړي.
د جرمني د دویچه ویلي انټرنټ پاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اروپا کې په میشتو ترکانو غږ وکړ چې په هر سیمو کې چې اوسیږۍ هلته سیاست ډګر ته ودانګۍ.
د امریکا د ترکش امریکن ویبپاڼه: د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار ویلي دی چې ترکیه به په ایژې سمندر او ختیځې مدیترانه کې هیڅډول مغرضانه فعالیتونو ته اجازه ورنکړي.