د تېرې اونۍ په بهرنيو رسنيو كې د تركيې انعكاس
په تېره اونۍ كې بهرنيو رسنيو د تركيې لخوا د زيتون د څانګې د عملياتو په ګډون د يو لړ نورو مسايلو په اړه بحث كړى دى
د ايران د فارس خبري آژانس: ولسمشر رجب طيب اردوغان د تركيې د وسله وال پوځ لخوا د سوريې په شمال كې د پې كا كا/ كا جې كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو د منسوبينو پر وړاندې د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه وويل چې دا عمليات به په برياليتوب سره پاى ته ورسيږي.
د ګرجستان د انټرپرس نيوز خبري آژانس: لومړي وزير بنعلي ييلدرم څرګنده كړه چې د زيتون د څانګې د عملياتو موخه د عفرين په ولسوالۍ كې باثباته سيمه رامنځته كول دي.
د جرمني د بي پي اې خبري آژانس: د لومړي وزير مرستيال محمد شيمشك څرګنده كړه چې پانګه وال دې تشويش نه كوي. د عفرين عمليات به لنډه موده دوام وكړي. دا د هېواد پر اقتصاد او بوديجې باندې منفي اغېزه نه كوي. زموږ بوديجه پياوړې ده. دا عمليات به په راتلونكې كې د تركيې پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښ لږ كړي.``
د روسيې د تاس خبري آژانس: د عفرين د عملياتو په اړه روسيه د تركيې او سوريې سره نږدې تماس لري او دا عمليات له نږدې تعقيبوي.
د انګلستان د رويټرز خبري اژانس: د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو څرګنده كړه چې د تركيكې موخه د سوريې په شمال كې د عملياتو پر مهال د امريكا د متحدوايالتونو، روسيې يا سوريې د ځواكونو سره مخامخ كېدل نه دي خو د خپل امنيت لپاره تركيه ټول تدابير نيسي.
د روسيې غږ راډيو: د ولسمشر وياند ابراهيم كالن څرګنده كړه چې پر سوريې يرغل نه كوو. يواځې ترهګري پاى ته رسو.
د جرمني د ډي ډبليو خبري نشراتي اورګان: د اروپا په پارلمان كې د تركيې د چارو راپورترې پيري د تركيې – اروپايي ټولنې د جوړېدونكې سرمشريزې په اړه وويل چې كه چېرې د سرمشريزې موخه يواځې د خبرو اترو پر ځاى عكسونه اخيستل وي، بې ګټې ده. بايد عملي پايلې ولري.