د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د سربستان د بلیک ورځپاڼې « د ترکیې ولسمشر اردوغان د پاریس نه لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې نه د لیدنې پر مهال وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې د غړیتوب انتظار نوره ستومانه کړې ده.
د جرمني د ډي پي ای خبري اژانس بیا ویلي دي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابریل وویل چې د ترکیې سره د ستراتیژیک ډیالوګ بهیر باید له سر پیل کړو.
په امریکا کې د ترکش امریکن ویبپاڼې په امریکا کې میشت د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر په اړه خبر ته ځای ورکړی دی. یادې شوې ویبپاڼې ویلي دي چې امریکا په ښکاره توګه په پنسلوانیا کې میشت د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت د مشر فتح الله ګولن نه ښکاره ملاتړ کوي. ددې ترهګر تر شا امریکا قرار لري.
د جرمني د دویچه ویلې ویبپاڼې بیا د ترکیې او جرمني د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنې په اړه خبر ته ځای ورکړی دی. دویچه ویلي ویلي دي چې تیره اوونۍ د ترکیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په ډیره صمیمانه فضا کې لیدنه وکړه. دواړو ډیر مثبت پیغامونه ورکړل. دواړو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د متقابل ډیالوګ او صمیمي چلند او همکاریو سره کولی شو چې د دواړوهیوادونو ترمنځه موجودې اړیکې لا قوي کړو.
د روسیې د ریا نویستې خبري اژانس بیا لیکلي دي چې ترکیې د اروپايي ټولنې په څلورو غړیو هیوادونو کې د اسلام فوبیا په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
د جرمني د جونګي ویلټ ورځپاڼې د ترکیې او جرمني ترمنځه په اړیکو کې وروستیو مثبتو پرمختګونو ته اشاره کړې ده. یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اړیکو د لا قوي کولو په اړه په نه ستړي کیدونکي ډول کار کوي.
د ترکش امریکن ویبپاڼې د ترکي میلیونرانو په اړه یو خبر خپور کړی دی. یادې شوې ویبپاڼې لیکلي دي چې په ترکیه کې د میلیونرانو شمیره ۱۲۷ زرو تنو ته رسیدلې ده.
د قطر د الجزیزې تلویزیون په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د عسکري عملیاتو په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
الجزیزې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکلي دي چې د فرات ډال نظامي عملیات به د سوریې عفرین او منبیج سیمو ته هم وغځول شي.
د روسیې د تاس خبري اژانس بیا په امریکا کې نیول شوي د ترکیې د خلق د بانک د مرستیال د محاکمې په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې دا محاکمه په اصل کې د امریکا لخوا د ترکیې پر خلاف ترسره شوې سیاسي کودتا ده.
د امریکا د ترکشني ویبپاڼې بیا د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی. یادې شوې ویبپاڼې لیکلي دي چې ترکش ایرلایین ۲۵ نوې الوتکې راونیولې. پدې اړه فرانسې ته د ولسمشر اردوغان د سفر په چوکاټ کې قرارداد لاسلیک شو. ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله ترکش ایرلایین به په نړۍ کې تر ټولو په لوی هوايي شرکت بدل کړو.
د کریمیا خبري اژانس کیو ایچ ای په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا د قتل عامونو په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
یاد شوي خبري اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي دي چې د سوریې رژیم د النصره جبهې پر خلاف د مبارزې په بهانه په منځلارو مخالفو ډلو هوايي بریدونه کوي چې دا مسله په نوموړي هیواد کې د روانې ستونزې د حل په خاطر روانو سیاسي مذاکراتو ته سخت زیان رسوي.
د چین سیاحتي ویبپاڼې ویلي دي ترکیه د چیني ګرځندویانو د جلب او جذب هڅه کوي. ترکیه په پام کې لري چې په هیواد کې د چینیايی ګرځندویانو شمیره په کال کې یو میلیون تنو ته ورسوي.
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس په سوریه کې په ملکي سیمو د روانو بریدونو په اړه د ترکیې غبرګون ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې ترکیې په سوریه کې په ملکي وګړو د روانو بریدونو د مخنیوي او سخت غبرګون څرګندونو په خاطر په انقره کې د روسیې او ایران سفیران د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل.
د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس بیا ویلي دي چې نړۍوال بانک په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې د اقتصادي ودې پر اړه خپل تخمین ۶ عشاریه ۷سلنې ته لوړ کړ. نړۍوال بانک ویلي دي اټکل کوي چې ترکیه په ۲۰۱۸ کال کې ۳ عشاریه ۵ سلنه اقتصادي وده ولري.
د ایران د مهر خبري اژانس ویلي دي چې ترکیې د ایران او روسیې نه د اسد رژیم لخوا په ملکي وګړو د هوايي بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.
د چین د وانګي خبري اژانس ویلي دي چې د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت د ۲۵ نوو الوتکو د رانیولو فرمایش ورکړ.
د رویټرز خبري اژانس بیا لیکلي دي چې ترکیې د تیرې چارشنبې په ورځ په انقره کې د امریکا شاژدافیر په سوریه کې په وروستیو پرمختګونو د خبرو کولو په خاطر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت.
د ګرجستان د انټرپرس نیوز ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیې د پولې د تیریدو په قواعدو کې ځینې تغیرات رامنځته کړي دي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د اروپايي ټولنې د دوره يي مشر هیواد بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوروسیف له قوله لیکلي دي چې اروپايي ټولنه مجبوره ده چې د ترکیې سره ښې اړیکې ولري .