په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

876475
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

 

د ترکش امریکن ویبپاڼه « د اردوغان او البشیر ګډه اعلامیه »  د سرلیک لاندې  سوډان ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سفر په اړه خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د سوډان نه لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان  د سفر په پای کې  د سوډان د ولسمشر عمر البشیر سره ګډه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي دي چې ترکیې او سوډان ترمنځه  په عالي کچه  د ستراتيژیکو همکاریو د شورا د جوړولو په برخه کې غوڅ ګامونه اوچت شول.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې  سوډان ته  د ولسمشر اردوغان  سفر  د ترکیې او سوډان ترمنځه  موجودې ژورې  او تاریخي اړیکې لا پسې قوي  او د اقتصادي او تجاري شراکت د لا پياوړتیا  په خاطر  یو ډیر مهم  ګام  وو. »

د ایران د ایریب  راډیو « د ګواښونو  سره  ډیپلوماسي  نه کیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند  ابراهیم  قالن  د امریکا لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو نه وروسته  د رامنځته شوو پيښو  او پرمختګونو  په اړه مقاله  خپره کړه.

قالن  په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې  امریکا بیت المقدس د اسراییلو د افراطي  او ظالم حکومت  د پلازمینې په توګه د اعلانولو سره  ستره خطا وکړه. هغه  د ټرمپ  د پریکړې په اړه  د ملګروملتونو د عمومي مجلس  پریکړې  ته په اشارې سره ویلي دي « ټوله نړۍ د ټرمپ د پریکړې پر خلاف  یو موټی شوه. دا خبره  ددې ښکارندويي کوي چې  د ګواښونو او تهدیدونو سره  ډیپلوماسي  نه کیږي. »

د روسیې د اسپوتنیک خبري آژانس « ترکیې هالنډیانو سره  بالمثل چلند وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، هالنډي  پولیسو  د پلازمینې امستردام په نړۍوال هوايي ډګر کې  ترکي مساپرو  بکسونه  د ځانګړو سپو سره  وپلټل. ددې په مقابل کې ترکیې هم  د اتاترک په هوايي ډګر کې  د هالنډي  مساپرو  بکسونه  د ځانګړو سپو سره  وپلټل.

ترکیې  هالنډ سره پدې برخه کې  بالمثل  چلند وکړ.

فرانسې  د ایرو نیوز ویبپاڼې  «  ترکي پروفیسور نوې کشف کړې عشرې ته د خپل پلار نوم  ورکړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اتاترک پوهنتون د کرنې د پوهنځي  د نباتاتو د حفاظت  د څانګې  پروفیسور ډاکټر ایرول ییلدرم  چې  د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې  د عشراتو په اړه  څیړنې کوي  د ترکېې د دیارباقر ولایت د سیلوان په ولسوالۍ کې  د څیړونو په ترڅ کې  یو ډول  نوې عشره کشف کړه.

هغه  ویلي دي چې  پلار يي ترینه غوښتنه کړې چې په نوي کشف کړې  عشرې  د هغه نوم  کیږدم.

پروفیسور ییلدرم  په نوي کشف شوي عشکرې د « تیفیا بهاوالدین  »  نوم  ایښی دی. هغه ویلي دي چې دا عشره په نړۍ کې یواځې  په ترکیه کې او اتاترک پوهنتون په موزیم کې  شتون لري.

هغه ویلي دي چې پلار يي  ددې کار نه ډیر خوشحاله شو. د هغه په وینا  تر کومه چې دا عشره  نسل ژوندی  وي  د هغه  د پلار په نوم به یادیږي.



اړوند خبرونه