په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

829370
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

 

د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس « د اردوغان لخوا پر اروپايي ټولنې سخته نیوکه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې د رسمي سفر په ترڅ کې پولڼډ  ته  تللی دی  تیره يي د خپل پولنډې سیال سره  لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان په خبري غونډه کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې. ترکیه پوره ۶۳ کاله کیږي چې د ټولنې د غړیتوب په خاطر يي  وړاندیز او اقدام کړی دی خو له بده مرغه چې پدې ۶۳ کلونو کې ترکیې ته د ټولنې غړیتوب  ورنکړ.

ولسمشر اردوغان وویل هغه هیوادونه چې  د ترکیې نه يي وروسته د ټولنې  د غړیتوب په خاطر مراجعه کړې وه او هیواد اقتصادي او د رفاح  کچه يي د ترکیې نه په مراتبو ټیټه  ده  هغوې ته غړیتوب ورکړ شوی دی.

ټولنه  د مذاکراتو او نوو فصلونو د پرانیستو پر مخکې  تل خنډونه جوړوي. نه غواړي چې ترکیه غړیتوب واخلي. ولسمشر اردوغان په ټولنې غږ وکړ، که چیرې  غړیتوب نه راکوۍ سپینه يي ووایاست  چې  سړی  په خپل لاره روان شي. زمونږ  وخت  مه ضایع کوۍ  او مونږ به هم  ستاسې وخت نه ضایع کوو. خو پدې یوې خبرې ښه پوه شۍ  چې  پدې ډول فشارونو نه  مونږ  چاته تسلیمیږو نه . د مذکراتو د میز نه هیڅکله نه تښتو.

د ایران ایریب انټرنټ پاڼې  «  لومړی وزیر ییلدرم : د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرالي ادارې به نور بندیزونه هم  ولګو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  پرون  په ولسي جرګه کې د خپل ګوند غونډې ته په وینا کې ویل چې د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرالي ادارې  د نوو بندیزونو لګولو په خاطر مو  د ایران او عراق مرکزي حکومت سره  ګډه پریکړه کړې ده. پدې برخه کې به درې واړه هیوادونه په ګډه حرکت ورکړ.

لومړي وزیر ییلدرم وویل چې ددینه مو وړانډې  د عراق په شمال کې د اربیل او سلیمانه ښارونو ته په الوتنو بندیز لګولی وو  او د تیرې ورځې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې مخ  د ترکیې د هوايي حریم د تړولو  پریکړه وشوه.ترکیه به د خلیل ابراهیم سرحدي دروازه  عراق مرکزي حکومت ته وسپارل شي.

د جرمني د ډیاولټ ورځپاڼې « شرودر  د روسيې او ترکیې د ښو اړیکو پلوي کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني  پخوانی لومړی وزیر ګرهارد شرودر  وايي چې اروپايی ټولنه باید د ترکیې او روسیې سره  لا ښې اړیکي ولري. هغه ویلي دي چې  ددې دوو هیوادونو  د همکارۍ پرته په ختیځې اروپا کې  د استقرار ټینګښت ناممکنه دی.

هغه ویلي دي چې  پدې باید ښه ځانونه پوه کړو چې روسیه  او ترکیه  د اروپا پر وړانډې  تر ټولو ښه  بدلیونه  دي. که چیرې  دا هیوادونه  د لاسه ورکړ شي  کیدای شي چې  مخ  اسیا  لورې ته  وګرځوي. هغه وویل چې  اروپايي ټولنه باید  د روسیې او ترکیې چین ته د مخ ګرځولو  مخه ونیسي.

د روسيې او ترکیې سره  قوي اړیکو ته  جدي اړتیا لرو. ددې اړتیا د لاملونو نه یو هم  همدا مسله ده. د همدې په خاطر  ددې دوو هیوادونو سره  باید  اړیکي ډیرې ښې  او هغوې ته ډاډ ورکړ شي.

د فرانس پرس خبري اژانس : د موګادیش د برید ټپیان په ترکیه کې تداوي کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د تیرې خالي په ورځ  د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې د رامنځته شوې  سترې فاجعې او فلاکت په څیر  په چاودنه کې  تر ۳۰۰ ډیرو کسانو ژوند  د لاسه ورکړ او تر ۳۰۰ ډیر کسان پکې ټپیان شول.

ددې ټپیانو نه  ۳۵ تنه چې روغتیايي حالت يي باریکه وو  د ترکیې په امبولانس عسکري الوتکه کې پلازمینې انقرې ته انتقال او هلته په روغتونونو کې د تداوۍ لاندې ونیول شول. ترکیې دا برید په کلکه توګه وغنده  او سمدلاسه يي نوموړي هیواد ته د مرستو لاس اوږد کړ.

 



اړوند خبرونه