د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « جرمني د خپل راپور سره پړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوامبر په ۱۵ مه نیټه په انقره کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شټاینمایر سره په لیدنه کې د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې د جرمني کورنیو استخباراتو د سازمان د اساسي قانون نه د دفاع د تشکیلاتو لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې په اړه جوړ شوی او خپور شوی راپور مخې ته کیښود. پدې راپور کې راغلي دي چې د پې کاکا ترهګره ډله د ۱۹۸۴ کال راهیسې په جرمني کې په فعاله توګه فعالیت کوي. د راپور له مخې په ۱۹۹۳ کال کې په جرمني کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د غړیو شمیره ۷ زره تنه وه خو په ۲۰۱۴ کال کې دا شمیره ۱۴ زرو تنو ته لوړه شوې ده . په راپور کې راغلي دي چې په جرمني کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د غړیو شمیره مخ په لوړیدو ده. د ویلو ده چې په تیرو لسو کلونو کې په جرمني کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د پرانیستو شوو ۴۵۰۰ دعواګانو پایلې اعلان شوي ندي.
په راپور کې راغلي دي چې د جرمني فدرال څارنوالۍ د ۱۹۹۲ کال راهیسې په هیواد کې د پې کاکا لخوا ترسره شوو یواځې د درندو جرایمو په اړه ۷۱ دعواګانې د غور او څیړنې لاندې نیولي دي . همداشان تر ننه پورې نږدې ۱۳۰ تنه الماني وګړي سوریې ته تللي دي او د پې وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو په کتارونو کې جګړه کوي. په راپور کې راغلي دي چې جرمني د پې کاکا ترهګرې ډلې لپاره په ډاډمن هیواد بدل شوی دی . همداشان پې کاکا په جرمني کې د خپلو پلویانو نه ۱۳ میلیونه ایرو پیسې راغونډې کړي دي. په راپور کې راغلي دي چې پې کاکا ترهګرې ډلې یواځې په ۱۹۹۳ کال کې د جرمني په ۶۰ جلا جلا ښارونو کې په ترکي ډیپلوماټانو ، بانکي شعبو، رستورانتونو او مدني ټولنو بریدونه کړي دي.
د حرییت ورځپاڼې « په سوریه کې د ترکي ځواکونو په قرارګاه خاین برید وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د پیل شوو عملیاتو په ۹۳ یمه ورځ په ترکي ځواکونو خاین برید وشو. برید د داعش تر کنټرول لاندې د الباب په سیمه کې شوی دی . پدې برید کې ۳ تنه ترکي سرتیري شهیدان او لس تنه نور ټپیان شول.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې لوی درستیزوالۍ د نوموړې پیښې په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي « داسې ګمان کیږي چې نوموړی خاین برید په سوریه کې د اسد د رژیم اړوند ځواکونو لخوا شوی وي. د بله پلوه دا برید تیرکال په همدې ورځ د ترکیې لخوا د روسیې د الوتکې د ویشتو په ورځ رامنځته شو. ویل کیږي دا برید د سوریې د هوايي ځواکونو لخوا د الباتروس ډوله تعلیمي الوتکو سره شوی دی . د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د نوموړې مسلې د روښانولو په خاطر د روسیې له لارې چې د اسد د رژیم تر ټولو قوي ملاتړ کوونکی دی په هلو ځلو پیل کړی دی .
د خبرترک ورځپاڼې « د شانګهای سازمان سره اړیکي ځانګړی اهمیت لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق ویلي دي چې د شانګهای د همکاریو سازمان د انرژۍ د کلوپ د ۲۰۱۷ کال مشري ترکیې ته ورکړل شوه چې دا یو ډیر مهم پرمختګ دی. هغه ویلي دي چې د شانګهای د سازمان سره د شراکت له امله ډیر خوښ دی. د ترکیې د انرژۍ وزیر دا څرګندونې د ختیځې مدیترانې د انرژۍ په سرمشریزه کې چې پرون د ترکیې د ادانا په ولایت کې پیل شوه وکړې. هغه ویول چې انشاالله د نوي کال په لومړنۍ میاشت کې به د ګازو د ډیپو کولو په برخه کې مهم زیري د هیوادوالو سره شریک کړو.
د صباح ورځپاڼې « پانګه وال په شا ګام نه پورته کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا د ناکام اقدام سره سره پانګه وال د تکنالوژۍ په برخه کې تشبص او اقداماتو ته دوام ورکوي.
په خبر کې راغلي دي چې د ستارت اپ واچ د شرکت لخوا د ترسره شوو څیړونو له مخې په ترکیه کې د روان کال په دریمه ربع کې د لومړنۍ ربع په پرتله د تکنالوژۍ په برخه کې ۴۷ سلنه پانګه اچونې وده کړې د ه.
دې پانګه اچونې ته په کتو سره په ترکیه کې د کودتا د اقدام او ټولو ناخوالو سره سره پانګه والو د ترکیې په اقتصاد خپل باور د لاسه ندی ورکړی.
د وطن ورځپاڼې « نتنیاهو د ترکیې نه مننه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي په اسراییلو کې د بیت المقدس او هایف د ښارونو په ګډون په ۱۳ جلا جلا سیمو کې په ځنګلونو کې اورلګیدنې رامنځته شوي دي . دا اورلګیدنې د باد له امله نورو سیمو ته خورې شوي دي. ترکیه لومړنی هیواد وو چې د اسراییلو سره يي د اورونو د مړولو په برخه کې مرسته وکړه. ترکېې اسراییلو ته د اور وژنې ځانګړې الوتکې واستولې. د بله پلوه د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ترکیې په ګډون د نړۍ د نورو هیوادونو نه لس دانې د اور وژنې الوتکې اسراییلو ته راستول شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو په ځانګړې توګه پدې برخه کې د ترکیې، یونان، سویلي قبرس او ایټالیا نه د مرستې غوښتنه کړې وه. ترکیه لومړنی هیواد وو چې د اسراییلو مرستې ته ودنګل. د اسراییلو لومړي وزیر د ترکیې نه مننه وکړه.