د نړۍ په خبري رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په خبري رسنیو کې د ترکیې انعکاس
![د نړۍ په خبري رسنیو کې د ترکیې انعکاس](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d3d8/7b2d/1742/57985ab007e13.jpg?time=1719132711)
د انګلستان خبري آژانس بي بي سي « د ترکیې لومړی وزیر : ګمان نه کوو چې امریکا د ترهګریز سازمان ترڅنګ ودریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې په ترکیه کې د ناکامې کودتا د تشبص او د ترکیې او امریکا د اړیکو په اړه خبرې وکړې. د ترکیې لومړي وزیر ییلدرم ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې ژورې تاریخي او دوستانه اړیکې دي. دا دواړه هیوادونه قوي متفق او ستراتیژیک شریکان دي. د بي بي سي د خبر له مخې د ترکیې لومړي وزیر د فتح الله ګولن نه د یو ترهګریز سازمان د مشر په توګه یادونه کړې او ویلي دي چې ګمان نه کوي چې امریکا متحده ایالتونه د یو ترهګریز سازمان ترڅنګ ودریږي.
په خبر کې د ترکیې د لومړي وزیر له قوله لیکلي دي چې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته نیول شوو کوتاچیانو په اعترافاتو کې منلې ده چې دا کودتا په مستقیمه توګه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت د ساختار د مشر فتح الله ګولن لخوا شوې ده .
د ایران رسمي خبري اژانس فارس « فتح الله ګولن د ترکیې د حکومت د پرزولو هڅه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې مرستیال لومړي وزیر مهدي ایکر د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د اعادې او محاکمې په اړه ویلي دي چې ، نوموړي د ترکیې د حکومت د پرزولو هڅه وکړه. په ترکیه کې د ناکامې خونړۍ کودتا پلان جوړونکی ، د ۲۴۶ تنو بې ګناه انسانانو قاتل ، د زرګونو تنو د ټپي کیدو مسول باید خامخا په ترکیه کې محاکمه شي. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر او غړي باید د ترسره کړو جنایتونو حساب ورکړي. امریکا متحده ایالتونه باید په هر قیمت چې کیږي دا لوی ترهګر ترکیې ته وسپاري. امریکا پدې برخه کې هم د نړۍوالو حقوقو او هم د ترکیې سره د مجرمینو د اعادې د تړون له مخې مسولیت لري. د فارس خبري اژانس د ترکیې د مرستیال لومړي وزیر له قول لیکلي دي چې ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د سپارولو په خاطر رسمي اسناد او شواهد امریکا ته استول شوي دي.
د روسیې خبري اژانس ریا نویستي « د روسیې او ترکیې د انرژۍ وزیرانو د ترک جریان د پروژې په اړه کاري ډله جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت ګازپورم مرستیال الکساندر مدویدوف خبري غونډې ته وویل چې روسیې او ترکیې د انرژۍ وزیرانو د ترک جریان د پروژې عملي کولو په خاطر د کاري ډلو د جوړولو پریکړه وکړه. نوموړي ویلي دي چې د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي د روسیې د انرژۍ وزیر سره په لیدنه کې د ترک جریان په پروژې ټینګار وکړ.
هغه وویل چې دواړو هیوادونو د انرژۍ وزارتونو په خپلو وزارتخانو کې د ترک جریان د پروژې د عملي کولو په خاطر د کاري ډلو د جوړولو پریکړه کړې ده .
رویټرز خبري اژانس « ترکیې د قبرس د سولې د روانو مذاکراتو په برخه کې سویلي برخې ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم ویلي دي چې د ملګروملتونو د څار لاندې په قبرس کې د سولې د روانو مذاکراتو نه پوره ملاتړ کوي. ورځپاڼې د لومړي وزیر ییلدرم له قوله لیکلي دي چې د قبرس سویلي برخه باید پدې مذاکراتو کې مثبت رول ولوبي ځکه چې د مذاکراتو نه د پایلې اخیستو په خاطر دا وروستي چانس دی.
د ترکیې لومړي وزیر په پلازمینه انقره کې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د لومړي وزیر حسین اوزګورګون سره د لیدنې نه وروسته په خبري غونډه کې ګډون وکړ. د ترکیې لومړي وزیر پدې خبري غونډه کې قبرس سویلي برخې ته خبرداری ورکړ چې د سولې د مذاکراتو پر وړانډې خنډ جوړ نکړي . شمالي قبرس ترکي جمهوریت پدې مذاکراتو کې د خپل ټول صمیمیت نه کار اخلي.