په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د روسیې خبري اژانس سپوتنیک ً ترکیې د اروپا پارلمان وغنده ً د سرلیک لاندې لیکلی دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اروپا په پارلمان کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د غړیو د عکسونو د نندارتون پرانیستو له امله د اروپا پارلمان وغنده. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پې کاکا ترهګره ډله هم د داعش ترهګرې دلې په څیره ترهګره ډله ده. د ترهګرو ډلو ترمنځه توپیر کول او یا یوې ترهګرې ډلې ته به بلې ترهګرې ډلې برتریت ورکول په اصل کې د ترهګرۍ د پیښو د قربانیانو لپاره تر ټولو ستر سپکاوی دی. د اروپا د پارلمان دا ډول دریځ او یک بام او دو هوا چلند نوموړو انځور ته ستر زیان رسوي.
د جرمني خبري ژانس دویچه ویلې ً د مرکل لخوا د ترکیې د انجیرلیک عسکري هډې اړوند ارزونې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د ترکیې لخوا د نوموړي هیواد د پارلمان وکیلانو ته د انجیرلیک د نظامي هډې نه د لیدنې د اجازې د نه ورکولو په اړه ویلي دي چې هر هیواد باید د جرمني د پارلمان وکیلانو ته د هیواد نه بهر د خپلو سرتیرو نه د لیدنې اجازه ورکړي او هغوې ته زمینه برابره کړي. هغه ویلي دي چې د جرمني د فدرال مجلس هر غړی ددې امکاناتو خاوند دی.
د امریکا د ترکش ني خبري اژانس ً د اهسکا ترکانو ته د ترکیې د تابعیت ورکولو زیری ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی ویلي دي چې په ترکیه کې میشت د اهسکا ترکانو ته به تابعیت ورکړل شي. پدې اړه چارې پیل شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې په ترکیه کې میشتو د اهسکا ترکانو د کورنیو چارو وزیر ددې څرګندونو نه ډیر تود هر کلی وکړ.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اوکراین کې میشت یو زیات شمیر د اهسکا ترکان ترکیې ته راوړل او د ایرزینجان ولایت اوزوملو په ولسوالۍ کې ځای په ځای کړل. ترکیې ولسمشر کډوالو ته د تابعیت ورکولو نه وروسته دا ځل د اهسکا ترکانو ته د تابعیت ورکولو زیری ورکړ.
د یونان د فیله لیفتیروس ورځپاڼې ً انقره د قاهرې سره په مشروط ډول سره د اړیکو د نورمالولو غوښتنه کوي ی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د حکومت ویاند نعمان کورتولموش ویلي دي چې انقره د مصر سره د اړیکو د نورمالولو هیله لري خو په مشروط ډول سره . هغه ویلي دي چې د مصر حکومت باید د کودتا په اړه په خپل دریځ بیا کتنه وکړي.
هغه وویل چې د ترکیې او مصر ملتونه ورورنه دي، د مصر د خلکو سره هیڅوخت دښمني کولی نشو. ترکیې تر اوسه پورې په مصر کې یواځې او یواځې د ډیموکراسۍ نه ملاتړ کړی دی .