د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې په اړه د چاپ شوو خبرونو سرټکي
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې په اړه د چاپ شوو خبرونو سرټکي
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس ً اردوغان : په جرمني کې د ارامنه ادعاګانو د قانون په طرحې خبرې کول د ترکیې او جرمني اړیکو ته ستر زیان رسوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جرمني لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پیښو او تش په نامه د ارامنه نسل وژنې د ادعاګانو په مسلې خبرې کول او پدې اړه د قانون په طرحې بحث کول د انقرې او برلین اړیکو ستر زیان رسوي. ولسمشر اردوغان ویلي دي ً که چیرې جرمني په تشو او بې بنیادو ادعاګانو فریب خوري دا مسله د دواړو هیوادونو ترمنځه ډیپلوماتیکو، سیاسي، عسکري او تجاري اړیکو ته زیان رسوي. تر ټولو مهمه ترکیه او جرمني دواړه د ناټو غړي او متفق هیوادونه دي.ً
په امریکا د ترک امریکن خبري شبکې ً افریقا ته د اردوغان سفر د ترکیې او افریقا ترمنځه اړیکې لا پسې قوي کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په ادیسه بابا کې د یوګاندا سفیر او په افریقايي ټولنه او ملګروملتونو سازمان کې د افریقا د اقتصادی شوار دایمي استازي مول سبوژا کاتیندي یوګاندا ته د ولسمشر اردوغان د سفر په اړه ارزونې کړي دي . هغه ویلي دي چې دا سفر د ترکیې او افریقا ترمنځه شراکت او اړیکې لا پسې قوي کوي او په ځانګړې توګه د ترکیې او یوګاندا ترمنځه د تاریخي اړیکو د ودې او پراخیتا یوه ښکاره بیلګه ده . هغه ویلي دي چې د یوګاندا خلک او دولت دې سفر ته ډیر هیله مند دي او د دواړو هیوادونو ترمنځه په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو د ودې په برخه کې د یو مهم ګام په توګه ترینه یادونه کوي. همداشان یوګاندا چې تر ننه پورې د ترکي پانګه والو نه ښه ګټه پورته کړې ده هیواد ته د لا زیاتو ترکي پانګه والو د جلب په خاطر هلې ځلې کوي.
د اذربایجان د ینې مساوداتو ورځپاڼې ً اذربایجان ته د ترکیې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم تاریخي سفر ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې نوی لومړی وزیر بنعلي ییلدرم د جون په دریمه نیټه یعنې د را روانې جمعې په ورځ اذربایجان ته راځي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې نوی لومړی وزیر ییلدرم د ترکیې د تل په څیر خپل لومړنی بهرنی سفر شمالي قبرس ترکي جمهوریت او اذربایجان ته ترسره کوي.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې لومړی وزیر به د اذربایجان نه د لیدنې پر مهال د ولسمشر الهام عليوف سره لیدنه وکړي.
په خبر کې راغلي دي چې دا سفر پداسې یو حساس وخت کې ترسره کیږي چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه ستونزې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. د ترکیې لومړی وزیر به اذربایجان ته د سفر سره د اذربایجان نه ملاتړ ټولې نړۍ ته یو ځل بیا اعلان کړي.
د الجزیرې خبري شبکې ً په بهرني سیاست کې بدلون اړین دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموش د بعضو ورځپاڼو او تلویزیونونو د استازو سره د سهار د چای پر مهال ولیدل. په خبر کې راغلي دي چې مرستیال لومړي وزیر کورلتولموش پدې لیدنه کې د سوریې، عراق، روسیې، اروپايي ټولنې او اسراییلو سره د اړیکو په برخه کې د بعضو ګامونو د پورته کیدو نه یادونه وکړه.
هغه وویل چې په چټکه توګه په بهرنیو سیاستونو کې د بدون په یو دوره کې قرار لرو. هغه وویل چې په پخوانیو سیاستونو کې یو اندازه بدلون اړین دی. نړۍ د چا خبره د ډیرو لویو لویو نښتو شاهدي کوي. که چیرې مونږ وغواړو هم د هرې ستونزې د حل طاقت او امکانات نلرو. زمونږ یواځنی کار دادی چې د خپل وس او توانه پورې په خپلو څلورو خواوو کې روانې جګړې او نښتې کمول دي.