بهرنیو رسنیو ته لنډه کتنه

بهرنیو رسنیو ته لنډه کتنه

451829
بهرنیو رسنیو ته لنډه کتنه

د روسیې خبري اژانس سپوتنیک ً اسراییلي سرتیري په فلسطیني مړو هم بریدونه کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي تیره ورځ په لویدیځه تراړه کې د اسراییلي سرتیرو لخوا د وژل شوو دریو تنو فلسطینیانو د مړو په اړه د عدلیې طب د معاینې نه وروسته دردونکی حقیقت په ډاګه شو. یاد شوي خبري اژانس د الخلیل د ښار د څارنوالۍ د مشر اشرف مشعل له قوله لیکلي دي چې د اوتوپسي په معایناتو کې ویل شوي دي چې د نوموړي ۳ تنه فلسطینیان د وژل کیدو نه وروسته هم په ډزو ویشتل شوي دي. هغه ویلي دي چې تیره میاشت هم یو تن شل کلن فلسطیني ځوان د اسراییلي سرتیرو لخوا د وژل کیدو نه وروسته هم په ډزو ویشتل شوی وو. هغه ویلي دي چې شل کلن فلسطیني ځوان د فبروري په ۱۹مه نیټه د اسراییلي سرتیرو لخوا په دوو ډزو د ویشتو نه وروسته په مځکه د غورځیدو سره سم د الجزیری خبري آژانس د کمرې د سترګو پر وړاندې پرې نورې ډزې هم کړې وې . د هغه په مړي هم ډزې کړې وې. په خبر کې راغلي دي چی د اکتوبر د میاشتې راهیسي اسراییلي سرتیرو څه باندې ۲۰۰ تنه فلسطینیان وژلي دي.

د چین نړۍوالې راډیو ویلي دي چې د چین او جاپان ترمنځه اړیکې مخ په ښه کیدو دي. یادې شوې راډیو نن سهار د چین، جاپان او کوریا ترمنځه د جوړې شوې غوندې په اړه خبر ته ځای ورکړی دی . د چین نړۍوالې راډیو ویلي دي چې نن سهار د چین لومړي وزیر لي که چیانګ د نوموړې غونډې په اړه خبري غونډې ته معلومات ورکړل. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ددې غونډی بری په اصل کې د چین ، جاپان او کوریا په لاس کې دی. همداشان دا چې دا غونډه به دوام وکړي او که نه دا د چین او جاپان د اړیکو اړوند مسله ده . هغه وویل دم ګړۍ د چین او جاپان ترمنخه په اړیکو کې مثبت پرمختګ لیدل کیږي.هغه وویل ددې ټولو هیلو او مثتب پرمختګ سره سره ځیني ستونزې شتون لري. لي که چیانګ وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنخه د ستونزو د حل په خاطر باید د شوي مطابقت په رڼا کې پرمختګ دوام وکړي او دواړوه هیوادونه په شا ګام پورته نکړي.

د ایران خبري اژانس ارنا ویلي دي چې ایران غواړي چې د اسیايي هیوادونو سره خپلې اړیکي لا قوي کړي. په خبر کې راغلي دي چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د ویتنام د ولسمشر سره په لیدنه کې وویل چې ایران د ټولو اسیايي هیوادونو او په ځانګړې توګه ویتنام سره اړیکو پراختیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي. ویتنام د ایران لپاره ځانګړی اهمیت لري. خامنه يي ویلي دي چې ایران د نړۍوالې ټولنې په پرتله د ویتنام سره اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي او د امکان په صورت کې په هره برخه کې به د همکاریو کچه لا پسې لوړه کړي. همداشان د ویتنام ولسمشر په نړۍواله ټولنه کې ددې هیواد نه د ایران د ملاتړ له امله مننه وکړه او وویل چې هیواد يي هم په نړۍواله کچه د ایران د اټومي پروګرام نه ملاتړ کولو. هغه وویل لکه څرنګه چې تل ویلي دي چې اټومي انرژي د ایران مسلم حق دی ددینه وروسته به هم د ایران نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا غږ راډیو ویلي دي چې د واشنګټن مترو د مساپرو پر مخ وتړل شوه. په خبر کې راغلي دي چې د واشنګټن مترو د ۲۹ ساعتونو لپاره وتړل شوه . د واشنګټن چارواکیو د مترو تړلولو لامل د مترو د برښنا د مزو کنټرول ښودلی دی. ویل کیږي د مترو تړل کیدو په واشنګټن کې ټرانسپورت په ټپه درولی دی. خلک د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. ویل کیږي د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د واشنګټن مترو د هوا د سختو شرایطو پرته په نورمال حالت کې د مساپرو پر مخ تړل کیږي.په خبر کې راغلي دي چې د واشنګټڼ په امریکا کې نیویارک نه وروسته د مځکې لاندې د دویمې لوی مترو خاوند ښار دی. ددې ښار ډیری ترانسپورت د مځکې لاندې ترسره کیږي.



پيوندونه: #بهرنۍ رسنۍ

اړوند خبرونه