د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

443184
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس


په انګلستان کې په عربي ژبه چاپیدونکي د القدس او العربیه ورځپاڼې ً د افریقا په قاره کې د ترکیې نفوذ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې پدې وروستیو کې د افریقا په قاره کې خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي. انقره د افریقايي هیوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا قوي کولو هڅه کوي. کارپوهانو د انقرې ددې هلو ځلو نه په سیمه او نړۍ کې د نفوذ د لا قوي کولو د هڅو په توګه یادونه کړې ده. ترکیې پدې وروستیو کې په سوماليا کې د عسکري هډه هم جوړه کړه. د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ په استانبول کې د ترکیې او سومالیا ترمنځه په عالي کچه د همکاریو د شورا غونډه ترسره شوه. همداشان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لویدیځې افریقا د هیوادونو نه په لیدنې پيل وکړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لویدیځې افریقا هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې د عاج ساحل هیواد سره په ۹ جلا برخو کې ۹ تړونونه لاسلیک کړل.

د فرانسې خبري اژانس فرانس پرس ً په ترکیه کې څه باندې ۱۵۰ زره تنه سوري ماشومان زیږیدلي دي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال لطفي الوان د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا په جینیوا کې جوړې شوې کلنۍ غونډې ته وینا وکړه. هغه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په ترکیه کې د زیږیدولو سوري ماشومانو شمیره ۱۵۲ زرو تنو نه اوښتې ده. هغه وویل چې ترکیه نن ورځ د ۲ عشاریه ۷ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي. د سوریې بل هیڅکوم ګاونډي د ترکیې په اندازه د سوریې بار په اوږو ندی اخیستی . هغه زیاته کړه چې ترکیې د سوريې د خلکو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې او د نوموړي هیواد د جګړه ځپلو خلکو سره يي هر ډول مرستې کړي او مرستو ته دوام ورکوي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د سوریې د هیواد ددې درندو بار د ویشلو په برخه کې د مسولیت احساس وکړي. دا مسولیت یواځې د یو یا دوو هیوادونو نه بلکې د ټولې نړۍ ګډ مسولیت دی.

د المان د دویچه ویلي خبري پاڼې ً روسیه د سوري کډوالو نه د اروپا پر خلاف د وسلې په توګه کار اخلي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په اروپا کې د ناټو د متفقو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال فیلیپ بریدلف روسیه او بشار اسد د کډوالو نه د لویدیځې نړۍ پر خلاف د وسلې په توګه په کار اخیستو تورن کړي دي .

هغه ددې خبرې په ټنیګار ویلي دي چې د کډوالو بحران د اروپا په استقرار د پام وړ منفي اغیزې کړي دي او مسکو ددې بحران نه ګټه پورته کوي.

هغه دا څرګندونې د امریکا د مشرانو په جرګه کې وکړې.

هغه وویل چې روسیه او اسد په قصدي ډول سره د سوریې خلک د خپل کور او کلو نه شړي او اروپا ته يی کډوالۍ ته اړ کوي. هغه وویل چې روسیه او اسد ددې کار سره غواړي چې د اروپا په ساختار کې ستونزې رامنځته کړي.

برید لف وویل چې د اسد رژیم او د هغوې ملاتړ کوونکي روسیه په قصدي ډول سره په ملکي میشتو سیمو هوايي او مځکني بریدونه کوي. د بیلري بمونو بریدونه کوي. ددې بریدونو نه ددوې اصلي موخه په ټولیزه توګه خلک کډوالۍ ته مجبورول دي. هغه زیاته کړه چې نن ورځ په سوریه کې د په ټولیزه توګه د کډوالۍ اصلي لامل په ملکي میشتو سیمو هوايي بریدونه دي.

روسیه او اسد د کډوالو نه د اروپا پر خلاف د وسلې په توګه کار اخلي.

د اوکراین خبري اژانس ً په ایرویژن د سندرو په سیالۍ کې د اوکراین استازې جماله د ترکیې سره ډیره زیاته مینه لري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د روان میلادي کال د مې په میاشت کې د سویډن په پلازمینه ستوکخلم کې جوړیدونکی د ایرویژن د سندرو په سیالۍ کې د اوکراین استازیتوب جماله کوي. هغه پدې سیالۍ کې د ۱۹۴۴ کال د سندرې سره چې د روسانو لخوا د تاتار ترکانو د کلو او کورونو نه د شړولو د کیسې په اړه لیکل شوې ده ګډون کوي.

جماله ویلي دي چې د ترکیې او ترکانو سره ډیره زیاته مینه لري. غواړي چې په ترکیه کې کنسرت اجرا کړي. غواړي چې په ترکیه کې په فیستیوالونو کې ګډون وکړي.

جماله د کریمیا د تاتارانو څخه ده . هغه ویلي دي چې د استانبول د جاز فیستیوال په نړۍ کې ځانګړې شهرت لري او غواړي چې پکې ګډون وکړي. دا د هغه ارزو ده .


پيوندونه: #نړۍ , #مطبوعات

اړوند خبرونه