په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د الجزیرې خبري اژانس ً مسلمانانو ته د ترهګرۍ سره تړاو ورکول کیږي ً د سرلیک لاندې د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی . ولسمشر اردوغان ویلي دي چې بعضې خلک مسلمانانو ته د ترهګرۍ سره تړاو ورکوي او پدې اړه یوه جدي پروژه دوام لري . ولسمشر زیاته کړه چې په لویدیځ نړۍ کې کله چې د مسلمانانو نه یادونه کیږي نو د ټولو په فکر کې لومړی ترکان راځي چې د همدې امله د ددې ناوړه پروژه لومړنی ښکار او قربانیان ترکان دي.
الجزیرې لیکلي دی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې وکړې. ولسمشر اردوغان په اسلامي نړۍ غږ وکړ چې په نړۍ کې د مسلمانانو د بدنامۍ او د ترهګرۍ سره د تړاو ورکولو په خاطر جدي پروژې او کمپاینونه دوام لري چې . مسلمانان باید د خپلو ارزښتونو نه د دفاع په خاطر لا زیاتې هلې ځلې وکړي. ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې دی او هیواد به يي تل د نړۍ د مظلومو مسلمانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د چین د شینهوا ورځپاڼې ً د ترکیې او هنګرۍ ترمنځه د انرژۍ به برخه کې همکاري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هنګرۍ ولسمشر جانوس ادیر په انقره کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړه. دواړو مشرانو د لیدنې نه وروسته ددې خبرې په ټینګار وویل چې د انرژۍ په برخه کې به د همکارۍ کچه لا پسې لوړه کړي. ولسمشر اردوغان وویل چې د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د کچې د لوړو په خاطر د ترانس اناتولیا په پروژې چې خبرې وکړې.
د افغانستان د هشت صبح ورځپاڼې ً د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو سره په انقره کې لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې په بهرني سیاست کې د افغانستان مسله ځانګړې او مهم ځای لري. چوش اوغلو وویل چې ترکیه به د افغانستان سره د سولې په برخه کې همکاریو او د نوموړي هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روسیې د ng.ru ویبپاڼې ً ګذرګاه ترکیه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د روسیې او ترکیې ترمنځه د انرژۍ په برخه کې جدي همکاري شتون لري. د ویلو ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکو سوداګرۍ لویه برخه کې انرژۍ جوړوي.
په خبر کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم ۳۳ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی . ددې رقم ۲۶ میلیارده ډالره يي یواځط د انرژۍ برخه جوړوي. د ویلو ده چې د ترکیې او روسیې ترمنځه د سوند د ګازو سربیره د ډبرو سکرو او نفتو په برخه کې د هم د همکارۍ د کچې د لوړولو په خاطر تفاهم شوی دی .
د دواړو هیوادونو ترمنځه د انرژۍ په برخه کې د پانګه اچونې ساحه هم پراخه شوې ده . پدې چوکاټ کې روسیه په ترکیه کې لومړۍ د اټومي انرژي بټۍ جوړوي.