په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو ته د ترکیې انعکاس

210946
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس


د انګلستان د القدوس ورځپاڼې ً ترکیه په افریقا کې د خپل نفوذ کچه لوړوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه د اقتصادي ګټو ، د افریقايي هیوادونو سره د سوداګریز حجم د لوړولو او په نړۍواله کچه د افریقا د پوره ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر په یاده شوې قاهره کې د نفوذ د کچې د لوړولو په لټه کې دی.
په خبر کې راغلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په جیبوتي کې د ترکیې-جیبوتي په ګډه سوداګریزه غونډه کې وویل چې ترکیه د موجودو ستونزو او په عینې وخت کې د لوی پوتانشیل نه اګاه هیواد په توګه په ټولو نړۍوالو غونډو کې د افریقا نه ترڅنګ ولاړ دی ، ملاتړ کوي او مرستو او ملاتړ ته به دوام ورکړي.
په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په جیبوتي کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته سومالیا ته سفر وکړ. په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان په سومالیا کې لسو زرو تنو اړینو کسانو ته د کورونو د جوړولو او د موګادیش د لوی بندر د بیارغونې ژمنه وکړه.
د قرغیزستان د سي ای نیوز ورځپاڼې ً د تاناب پروژې په ترکمنستان د ګډون غږ وشو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې او اذربایجان د ترانس اناتولیا د ګازو د نللیکې په پروژه کې په ترکمنستان د ګډون غږ وکړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو په عشق آباد کې د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون نه وروسته وویل چې ترکیې او اذربایجان ترکیې او اذربایجان د ترانس اناتولیا د ګازو د نللکې په پروژه کې په ترکمنستان د ګډون غږ وکړ.
وزیر چوش اوغلو وویل چې د ترانس اناتولیا پروژه یوه ډیره مهمه پروژه او زه پوره باور لرم چې دا د ترکیې او اذربایجان سربیره د ترکمنستان لپاره هم د ځانګړي اهمیت نه برښمنده ده .
د ګرجستان د انټر پرس نیوز ورځپاڼې ً د ګرجستان او ترکیې ترمنځه سترتیژیک شراکت ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د او ګمرکاتو او سوداګرۍ وزیر نورالدین چانیکلي د ګرجستان د مالیې وزیر نودار خادوري سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ، ترکیې تل په نړۍواله کچه د ګرجستان د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه ملاتړ کړی دی .
وزیر زیاته کړه چې ترکیه او ګرجستان ستراتیژیک شریکان دي. زموږ سوداګریز پوتانشیل ډیر لوړ دی. موږ باید ددې لوړ اقتصادي او سوداګریز پوتانشیل نه تر وروستۍ درجې ګټه پورته کړو.
د ایران د اسنا ورځپاڼې ً د ایران او ترکیې سوداګریزې اړیکې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ایران د مخابراتو تکنالوژۍ او معلوماتو وزیر محمود واعظي د ترکیې د علم، صنایعو او تکنالوژۍ وزیر فکري اشک سره لیدنه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې واعظي په تهران کې د اشک سره په لیدنه کې وویل چې د دواړو هیوادونو سوداګریز حج ۱۵ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی . دواړه هیوادونه په پام کې لري چې دا رقم ۳۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي. پدې برخه کې یو اندازه پلانونه جوړ شوي دي .
همداشان د ترکیې د علم صنایعو او تکنالوژۍ وزیر اشک بیا وویل چې ترکیه او ایران د سیمې تر ټولو مهم دوه هیوادونه دي چې زموږ نږدې اړیکې د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې هم ځانګړې اهمیت لري او مرسته کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه