په بهرنیو مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

175983
په بهرنیو مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس


د ایران د فارس خبري آژانس ً ترکیه په قیرغیزستان کې پانګه اچونې کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د قیرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې په جوړه شوې د ترکیې او قیرغیز حکومتونو ترمنځه په اقتصادي غونډه کې ترکي شرکتونو په نوموړي هیواد کې د انرژۍ په برخه کې پانګه اچونې ته تیاري وښوده.
همداشان په بشکیک کې د ترکيې او قیرغیزستان د حکومتونو د اقتصادي کمیسیون په ۸ ګډه غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه یو پروتوکول هم لاسلیک شو. د نوموړي پروتوکول له مخې د ترکیې د نفتو نړۍوال شرکت به په نړۍواله کچه د قیرغیزستان د نفتو دولتي او خصوصي شرکتونو ته ځینې اسانتیاوې برابرې کړي.
پدې غونډه کې ترکي لوري د برښنا د تولید په مسله کې د دواړه هیوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش د قیرغیزستان د ولسمشر سره لیدنه وکړه . په لیدنه کې قیرغیز مشر ددې خبرې په ټینګار وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره د پرمختګ او ودې په حال کې دي.
همداشان د ترکیې مرستیال لومړي وزیر وویل چې د اړیکو په پراختیا کې د دواړو هیوادونو د اقتصادي کمیسیون په مهم او رغنده رول باید سترګې پټې نشي. دې کمیسیون د اړیکو په وده کې مهم رول لوبولی دی .
د العربیه ورځپاڼې چې په متحده عربي اماراتو کې خپریږي ً سوري کډوال په مناسبو شرایطو کې ژوند کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ژمي د رارسیدو سره سم په یو زیات شمیر هیوادونو کې سوري کډوال په کمپونو کې د ځینو ستونزو سره مخامخ دي. ترکیې بیا په کمپونو کې د سوري کډوالو لپاره د ژمي له امله پوره تیاری نیولی وو. ترکیې په کمپونو کې سوري کډوالو ته په جوړولو کړو ډیری موقتي کورونو کې د تودوخي لپاره هر څه په نظر کې نیولي دي .
ورځپاڼې لیکلي دي په ترکیه کې سوري کډوالو په کمپونو کې د اردن او لبنان په پرتله په ډیرو ښو شرایطو کې قرار لري. په اردن او لبنان کې سوري کډوالو د ژمې د رارسیدو له امله د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د ایران د ارنا خبري اژانس د بیت المقدس اړوند د ترکیې د دیني چارو د ریس پروفیسور محمد ګورمز څرګندونو ته ځای ورکړی دی .
ورځپاڼې د پروفیسور محمد ګورمز له قوله لیکلي دي چې بیت المقدس د مسلمانانو دی او د تل لپاره به د مسلمانانو وي. محمد ګورمز ویلي دي چې په پام کې لرو ددینه وروسته د حاجیانو لپاره د حج د مراسمو په چوکاټ کې د بیت المقدس د زیارت چانس هم برابر کړو. نوموړي ویلي دي چې ټول اسلامي هیوادونه باید دې نقطې ته پاملرنه وکړي . محمد ګورمز دا څرګندونې د ترکیې د دیني چارو د ریاست د حج او عمرې د چارو د عمومي مدیریت لخوا د حج د ارزونې په خاطر په جوړه کړې غونډه کې وکړې.
محمد ګورمز پدې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د حج او عمرې زیارت په ډیرې ښې بڼې د ادا کولو په خاطر د تیرو دوو کلونو راهیسې د حاجیانو سره سلامشورې کوو او د هغوې نظرونه پوښتو. د حج فریضه د هیڅکوم ملت ملي مسله نده. حج په مسلمانانو یوه فریضه ده ، عبادت دی او نړۍوال اړخ لري. د حج عبادت د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډه مسله ده .
د سعودي عربستان د مکې تلویزیون ً د کال انځور ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په غزې د اسراییلو په وروستي برید کې د وژل شوې ۴ کلنې ماشومې د جنازې عکس چې خور يي سرته ناسته ده او په ډیره معصومانه توګه د جنازي ته ګوري د ۲۰۱۴ کال د انځور جایزه وګټله. په خبر کې راغلي دي چې دا انځور د ترکیې د اناتولیا د خبري اژانس لخوا اخیستل شوی وو او د کال انځور جایزه ترلاسه کړه.
اناتولیا اژانس د کال د انځور جایزه یادې شوې فلسطیني کورنۍ ته وسپارله . د یادولو وړ ده چې یاد شوي انځور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم رای ورکړې وه.
د کال د انځور د ټاکلو په نظرپوښتنه کې ۳۰ زرو تنو ګډون کړی وو چې د رایو په اکثریت سره د فلسطیني ماشومې د جنازې عکس وټاکل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه