په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

166803
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
خوږو اوریدونکو په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې په اړه د چاپ شوو خبرونو سرد سرټکو سره ستاسې په چوپړ کې یم .
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس ( د ترکیې او عراق ترمنځه نظامي شراکت ) د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه او عراق چې د داعش د ترهګریزې ډلې د پرمختګ له امله اندیښمن دي د نوموړې ډلې پر خلاف په ګډه توګه د نظامي مبارزې تفاهم وکړ. په خبر کې راغلي دي د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د عراق سره د نظامي مرستو د کچې لوړولو ته تیاره ده. احمد داوود اوغلو وویل چې د دواړو هیوادونو د دفاع وزیران به پدې مسلې د لا جزیاتو سره خبرې وکړی. ترکیه د عراق سره د سرتیرو د روزنې په برخه کې مرسته کوي. همداشان ددې سربیره هر ډول مرستو ته تیار یو.
د روسیې د ایتر تاس خبري اژانس ً د ترکیې او قرغیزستان ترمنځه سوداګریز حجم ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه او قرغیزستان په پام کې لري چې په خپلو منځونو کې سوداګریز حجم درې برابره لوړ یو میلیاردو ډالرو ته ورسوي.
په خبر کې راغلي دي پدې اړه د قرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې په جوړه شوې د ترک – قرغیز د حکومتونو ترمنځه په ګډه غونډه کې پریکړه وشوه.
د قرغیزستان مرستیال لومړي وزیر طاهر بیګ سارپاشیف په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ً تیر کال په متقابله توګه سوداګریز حجم ۲۹۷ میلیونه ډالره وو. د روان کال په لومړنیو ۸ میاشتو کې دا رقم ۳۲۰ میلیونو ډالرو ته ورسید. همداشان موږ تمه لرو چې دا رقم یو میلیارده ډالرو ته لوړ کړو.
پدې غونډه کې د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش تمه لرو چې قرغیزستان د اوراسیا په اقتصادي ټولنه کې غړیتوب ترلاسه کړي چې ددې سره به د همکاریو کچه لا لوړه شي.
کورتولموش وویل چې د ترکیې او قرغیزستان ترمنځه سوداګریز حجم د ۲۰۱۰ کال په پرتله لس برابر لوړ شوی دی خو تمه لرو چې دا رقم راتلونکې کال کې یو میلیارد ډالرو ته لوړ کړو.
د مکدونیا د دنیوینک ورځپاڼې لیکلي دي د لومړي وزیر نیکولا په مکدونیا کې د ترکي ژبې د زده کړې د اوونۍ په مراسمو کې ګدون وکړ. نوموړي پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د مکدونیا لپاره ترکي ژبه ځانګړې اهمیت لري. نوموړي وویل چې پدې برخه کې به د ترکیې سره همکاریو ته دوام ورکړو.
په خبر کې راغلي دي چې پدې مراسمو کې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو هم ګډون کړی وو. داوود اوغلو په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په مکدونیا کې د نورو ژبو حفاظت په اصل کې د نوموړي هیواد د زیاتو کولتورونو د محافظه کولو ښکارندويي کوي.
همداشان د مکدونیا لومړي وزیر بیا وویل چې په هیواد کې د ترکي ټولنو لخوا د داسو مراسمو جوړول په اصل کې زموږ په منځ کې اړیکې لا پسې قوي کوي او زموږ د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي.
په مراسمو کې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو بیا وویل ددې په هیله چې د دواړو هیوادونو دوستانه او قوي تاریخي اړیکې د تل لپاره په همدې شان دوام وکړي.
د امریکا د ډیفنس نیوز مجلې ً ترکیې ته دویمه A400M ډوله اولوتکه هم وسپارل شوه ً د سر لیک لاندې لیکلي دي د ترکیي د دفاعي صنایعو مستارشیت دویمه A400M ډوله الوتکه تسلیم شو.
په خبر کې راغلي دي چې الوتکه د اسپانیا د سیویلا په ښار کې وسپارل شوه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه