د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د اسوشیتید پرس خبري اژانس ً بایدن : ترکیې ته اړتیا لرو ً

206196
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د اسوشیتید پرس خبري اژانس ً بایدن : ترکیې ته اړتیا لرو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن د تیرې خالي په ورځ په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ۴ ساعته لیدنه وکړه . بایدن د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. بایدن وویل چې په لیدنه کې د ولسمشر اردوغان سره د عراق او سوریې په مسلو په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې. نوموړي د امریکا او ترکیې د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکي د تاریخ په اوږدې تر ټولو طلايي دوره تیروي. د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې ښې دي.
بایدن زیاته کړه ً امریکا ترکیې ته جدي اړتیا لري او ګمان کوم چې ترکیه هم امریکا ته اړتیا لري.
همداشان ولسمشر اردوغان بیا وویل چې د بایدن سره يي په لیدنه کې د عراق او سوریې په مسلو او یو زیات شمیر نورو ورته مسلو خبري وکړې. په لیدنه کې د مذاکراتو په جاري ساتلو تفاهم وشو.
د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ً بایدن د کډوالو سره د مرستې ژمنه وکړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن د ترکیې نه د لیدنې پر مهال د سوري کډوالو سره د ۱۳۵ میلیونو ډالرو مرستې کولو نه خبر ورکړ.
بایدن په استانبول کې خبریالانو ته وویل چې دا مرستې په ترکیه او نورو هیوادونو کې د میشتو سوري کډوالو د خوراکي توکو په خاطر ترسره کیږي. بایدن وویل چې ترکیه دم ګړۍ د یو عشاریه ۶ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي.
د اسپانیا د لا وانګاردیا ورځپاڼې ً د افریقا سره د ۵۰ میلیاردو ډالرو تجارت ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو د ایکوادور ګینسي د مالابو په ښار کې خبریالانو ته وویل چې ً تمه لرو چې تر ۲۰۱۸ کاله د ترکیې او افریقا ترمنځه متقابل سوداګریز حجم ۵۰ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي . ً
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ترکیې او افریقا په دویمه سرمشریزه کې ګډون وکړ.
یاد شوي ورځپاڼې د چوش اوغلو له قوله لیکلي دي چې افریقا په چټکه توګه ودې په حال کې ده . نوموړي وویل چې د افریقايي چارواکیو نه يي په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ښځو ته د لا پراخه ونډې ورکولو غوښتنه وکړه .
د العربیه تلویزیون په انټرنټ پاڼه کې ً الجزایر او ترکیې ترمنځه د سوند د ګازو تړون ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د الجزایر نه د ګازو د رانیولو په خاطر د نوموړي هیواد سره تړون لاسلیک کړ. دا تړون د لسو کلونو لپاره لاسلیک شو او د تړون له مخې ترکیې ته د صادرونکو ګازو په مقدار کې به ۵۰ سلنه زیاتوالی راوستل شي.
په خبر کې راغلي دي چې تړون د الجزایر نه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیدنې پر مهال لاسلیک شو. ولسمشر اردوغان په الجزایر کې د خپل سیال عبدالعزیز بوتیف لیکا سره لیدنه وکړه .
په لیدنه کې دواړو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو او اړوند مسلو خبرې وکړې.
د اسپانیا لا پایس ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د ملکي هوايي کرښو شرکت ترکش ایرلایین د دوو کلونو نه راپدیخوا د بیلباو ښار د نړۍ د ۲۶۱ نقطو سره نخلولی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي د ترکش ایرلایین شرکت تیر کال د نوموړي ښار ۴۰ زره مساپر اسیا او اروپا ته انتقال کړي دي . د روان کال په لسو میاشتو کې دا شمیره ۵۰ زرو تنو ته لوړه شوې او په پام کې ده چې د کال تر وروستیو ۶۰ زرو تنو ته لوړه کړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه