په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

د جاپان د سانکي شیمبون ورځپاڼې ً د ترکیې دریځ بدلیږي ً

150706
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس


د جاپان د سانکي شیمبون ورځپاڼې ً د ترکیې دریځ بدلیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه په جوړ شوي ایتلاف کې د ګډون په برخه کې په خپل دریځ کې بدلون راوستی دی . په خبر کې راغلي دي ترکیې پخوا په نوموړي ایتلاف کې د ګډون نه ډډه کوله خو اوس د ګډون لپاره تیار دی. ددې سره سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې په یو شرط به په ایتلاف کې فعاله رول په غاړه واخلي چې په سوریه کې حایل یا باآمنه سیمه جوړ شوي او پدې سیمه کې په الوتنو بندیز ولګول شي. همداشان ترکیه ټینګار کوي چې پدې مبارزه کې یواځې هوايي عملیات کافي ندي چې د عسکري عملیاتو په خاطر د نړۍوالې ټولنې تایید لازم دی چې د همدې امله په ایتلاف کې د ترکیې د ګډون او یا نه ګډون مسله او هم ناڅرګنده ده .
د فرانسې خبري اژانس فرانس پرس لیکلي دي چې د ترکیې لوی درستیزوال ستر جنرال نجدت اوزل د سوریې د پولو په منځ کې د ترکیې یواځنۍ خاوره د سلیمان شاه درګاه په سیمې د هر ډول برید او ګواښ په صورت کې چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا ساتل کیږي سمدلاسه مداخله وکړي.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې لوی درستیز په سلیمان شاه درګاه کې په دنده بوختو ترکي سرتیرو ته په خطاب کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې تاسې یواځې نه یاست، ستاسې لخوا د اشارې او هر ډول مرستې د غوښتلو سره سم به د ترکیې وسله وال ځواکونو په دقیقو کې ستاسې تر څنګ وي. ستاسې پوره ډاډ ولرۍ. همداشان د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان هم وویل چې د سلیمان شاه په سیمه د هر ډول برید په صورت کې به سمدلاسه ځواب وویل شي.
د انګستان خبري اژانس رویټرز ً نوی اساسي قانون د چارو په لومړیتوب کې ځای لري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي چې د هیواد نظام په ریاستي سیستم د اړولو په اړه پیل کړو هلو ځلو ته دوام وکړي . همداشان اردوغان ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د پارلماني ټاکنو نه وروسته به د هر څه نه مښکې د نوي اساسي قانون په جوړولو پیل وشي.
یاد شوي خبري اژانس لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ملي شورا کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د ۲۰۱۵ کال د ټاکنو نه ورسته باید په ملي شورا کې ټول ګوندونه د وخت نه وړاندې قضاوتونونه ډډه وکړي او د تفاهم په چوکاټ کې د نوي اساسي قانون په لیکولو پیل وکړي. نوی اساسي قانون به ترکیه لا پسې قوي کړي. ترکیه نوي اساسي قانون ته چې د هیواد ستنې لا پسې قوي کړي جدي اړتیا لري.
د اسپانیا د لا وانګاردیا ورځپاڼې لیکلي دي په نړۍ کې پنځه لوی د وسلو صادرونکي هیوادونه شتون لري. روسیه ، امریکا، فرانسه ، چین او انګلستان. ترکیه په پام کې لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې په نړۍ کې د وسلو شپږم لوی صادرونکی هیواد شي. ترکیه غواړي چې پدې برخه کې د نړۍ په لومړنیو لسو هیوادونو کې ځای ونیسي.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د دفاعي او هوايي صنایعو د صادراتو ریس په انقره کې جوړ شوي د دفاعي صنایعو په کنفرانس کې پخپله وینا کې وویل چې ترکیه په پام کې لري چې د جمهوریت تر سلمې کلیزې یعنې تر ۲۰۲۳ کاله د دفاعي صنایعو تولیداتو او صادرات ۲۵ میلیارډو ډالرو ته لوړ کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه