په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل تیره اوونۍ وویل چې زموږ لومړنی هدف په سیمه کې د روانو پرمختګونو او ځانګړې توګه په عراق او منځني ختیځ کې او نورو سیمو کې د افراطي ډلو او نښتو نه د ترکیې لرې ساتل دي

106927
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل تیره اوونۍ وویل چې زموږ لومړنی هدف په سیمه کې د روانو پرمختګونو او ځانګړې توګه په عراق او منځني ختیځ کې او نورو سیمو کې د افراطي ډلو او نښتو نه د ترکیې لرې ساتل دي .
د ارنا خبري اژانس د ولسمشر عبدالله ګل څرګندونو ته ځای ورکړی دی . یاد شوي خبري اژانس د ولسمشر ګل د څرګندونو له مخې لیکلي دي چې زموږ لومړنی او تر ټولو مهم هدف د سیمې د پرمختګونو او شدت نه د ترکیې لرې ساتل دي.
یاد شوي خبري اژانس لیکلي دي چې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل د ترکیې قرق قلعه په سیمه کې په خپله وینا کې د داعش لخوا د عراق د دویم لوی ښار د موصل د نیولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه . ولسمشر ګل وویل چې د داعش لخوا د موصل اشغال په اصل کې موږ ټول اندیښمن کړي یو. ولسمشر ګل وویل چې د همدې امله زموږ لومړنۍ دنده په هیواد کې د امنیت تامین او د نوموړو منفي پرمختګونو نه د ترکیې لرې ساتل دي.
په انګلستان کې چاپیدونکي د الشرق الاوسط ورځپاڼې ً په عراق کې کورنۍ جګړه ً د سرلیک لاندې په خپل خبر کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی .
وزیر داوود اوغلو په استانبول کې جوړه شوې د ترکیې – جرمني د ستراتیژیک ډیالوګ د میکانیزم د دویمې غونډې نه وروسته د خپل جرمني سیال فرانک والټر سره د لیدنې نه وروسته په خبري ناسته کې ګډون وکړ.
وزیر داوود اوغلو په نوموړې خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه او جرمني د کډو ډیموکراتیکو او بشري حقونو نه د دفاع د ارزښتونو هیوادونه دي چې په سوریه او عراق کې د روان بحران په اړه ګډ نظر لري.
وزیر داوود اوغلو وویل چې موږ په سوریه کې د روان ضد بشري او ضد انساني کړنې غندو او د سوریې په مسله کې د نړۍوالې ټولنې د دریځ له امله هم ډیر ناخوښ یو . نړۍوالې ټولنې په سوریه کې په روانو وژنو او بې عدالیتو سترګې پټې کړي دي.
همداشان د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر بیا په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب اړوند پوښتنې ځواب کړې . نوموړي وویل چې که چیرې په مذاکراتو کې پرمختګ غواړو نو لومړی باید د یو حقوقي دولت د فلسفې نه پلوي وکړو.
د جرمني د DPA خبري اژانس تیره اوونۍ د استانبول نه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر سفر ته لنډه کتنه کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې فرانک والټر په ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب اړوند د مذاکراتو د بهیر د ګړندي کولو غوښتنه وکړه .
همداشان د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو د خپل الماني سیال سره په لیدنه کې وویل ترکیه په هره اندازه چې ژر وشي د ټولنې د غړیتوب لیوالتیا لري خو زموږ یواځنۍ هیله داده چې جرمني پدې بهیر کې زموږ سره مرسته او ملاتړ وکړي.
د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د وریښمو د لارې د اهمیت د بیان په خاطر او په سیمه کې د دوستۍ او همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه د پلرني هیواد نه تر مورني هیواده یو مستند فلم جوړ کړی دی .
په خبر کې راغلي دي چې دا مستند فلم د ۱۳ برخو نه جوړ دی چې د چین نه نیولې تر قرغیزستان، ترکمنستان، ازبکستان، ایران ، اذربایجان او رومیلی په سیمو کې ډک شوی دی.
ویل کیږي د نوموړي مستند فلم نه موخه د وریښمو سوداګریزې لویې لارې د پاسه د پرتو هیوادونو ترمنځه د همکارۍ د کچې لوړول او ددې لارې د اهمیت بیانول دي .
همداشان ترکیه په فعاله توګه دا تاریخي لویه لاره له سره جوړوي چې دې میراث سر د اوسه د ګرځندویانو پاملرنه ځانته اړولې ده


پيوندونه:

اړوند خبرونه