په کاناډا کې یوې پوځي‌ چورلکې سقوط وکړ.

په کاناډا کې یوه پوځي چورلکه سیند ته لوېدلې چې له امله يي  دوه تنه او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

2002261
په کاناډا کې یوې پوځي‌ چورلکې سقوط وکړ.

په کاناډا کې یوې پوځي‌ چورلکې سقوط وکړ.

 په کاناډا کې یوه پوځي چورلکه سیند ته لوېدلې چې له امله يي  دوه تنه او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کاناډا د شاهي هوايي ځواک چینوک ډوله پوځي چورلکه د روزنیزې الوتنې پر مهال د اوټاوا سیند ته ولوېده. ویل کیږي‌ پدې پیښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کاناډا د دفاع وزارت لخوا په یوه بیان کې ویل شوي‌  چې  ددې هیواد د شاهي هوايي ځواک یوه چینوک ډوله پوځي چورلکه د اونټاریو په پیتاواوا کې پوځي اډې ته نږدې د اوټاوا سیند ته ولویده. ویل کیږي‌ دا پیښه د شپې په څه باندې ۱۲ بجو رامنځته شوې ده . چورلکې د روزنیزو فعالیتونو پر مهال سقوط کړی .

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په یوه بیان کې ویلي، چې په چورلکه کې سپاره دوه سرتېري په پېښه کې وژل شوي او دوه سرتېري له ټپي کېدو سره ژوندي پاتې دي. ټروډو وویل چې د پیښې په اړه به هر اړخیزه څیړنه ترسره شي. تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی.


پيوندونه: #سقوط , #چورلکه , #کانادا

اړوند خبرونه