د امریکا د توپان له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۸ ته لوړ شو.
د امریکا په تکزاس، اوکلاهوما، ارکنساس او کینټکي ایالتونو کې د توپان له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۸ ته لوړ شو.
د امریکا په تکزاس، اوکلاهوما، ارکنساس او کینټکي ایالتونو کې د توپان له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۸ ته لوړ شو.
د ټکساس والي ګریګ ایبټ د ویلی چې د توپان له امله شاوخوا ۱۰۰ کسان ټپیان شوي او له ۲۰۰ څخه ډیر ودانۍ زیانمنې شوي. هغه ویلي دي چې د توپان سرعت په ساعت کې ۲۱۷ کیلومترو ته رسیدلی.
چارواکو ویلي چې په ارکنساس کې د ۸ کسانو، په ټکساس کې ۷ کسان، په اوکلاهوما کې دوه او کینټکي کې د یوه کس په وژل کیدو سره په دغه توپان کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۸ ته رسیدلی دی.
چارواکیو ویلي دي چې دوی تمه نه کوي د مړو شمیره به لوړه شي او دا چې په ټیکساس کې هیڅوک ورک نه دی ، والي ایبټ یادونه وکړه چې ټیمونه د تدابیرو په خاطر یوځل بیا لټون کوي.
د پاور آوټج سایټ په وینا، چې د بریښنا پرچاوي تعقیبوي، په ارکنساس او میسوري کې له ۱۷۰ زرو څخه زیاتو کورنیو د سختو توپانونو او هوا شرایطو له امله د بریښنا خدمت نه محرومې شوي دي. همداشان په ټکساس او اوکلاهوما کې نږدې ۳۰ زره کورنیو باندې بریښنا قطع شوې ده .
د کینټکي والي انډي بیشیر په X ټولنیز میډیا پلیټ فارم کې په خپل بیان کې اعلان وکړ چې اضطراري حالت اعلان شوی ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د سخت هوا شرایطو څخه اغیزمن شوي هغه سرچینو ته لاسرسی ومومي چې دوی ورته اړتیا لري.