امریکا د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه

د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه له مشرتابه څخه د غلې د نوښت د مودې د غځولو لپاره د هڅو له امله مننه وکړه.

2002413
امریکا د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه

د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه له مشرتابه څخه د غلې د نوښت د مودې د غځولو لپاره د هڅو له امله مننه وکړه.

دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي کړې دي.

کربي د تور سمندر د غلو نوښت غزولو ته په اشارې سره وویل، "موږ د دې نوښت په دوام کې د ولسمشر اردوغان او د هغه د مشرتابه څخه مننه کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم له ملګرو ملتونو څخه مننه وکړه.

کربي د دې په ټینګار سره چې ټوله نړۍ د غلو د دهلیز څخه ګټه پورته کوي، وویل

"موږ به د ملګرو ملتونو او ولسمشر اردوغان ملاتړ ته دوام ورکړو ځکه چې دا واقعیا د دې سیمې څخه بهر د خلکو لپاره مهم دی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د تور سمندرګي د غلو نوښت په چوکاټ کې د عملیاتو ګړندۍ کولو او د دې "حیاتي" نوښت د مودې د غځولو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، د خوراکي توکو پر نړیوالو بیو د اوکراین د روسیې د برید د اغېز د کمولو په موخه، ملګرو ملتونو، روسیې، تورکیې او اوکراین د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲مه په استانبول کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تورې بحیرې د غلې دانې د دهلېز تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له ۱۹مې د ۱۲۰ ورځو لپاره تمدید شوی و، پرېکړه وشوه چې د مارچ په ۱۸مه به وغځول شي.

روسي چارواکو د دې موافقې په اړه، چې د جولای په ۱۸ نیټه به پای ته ورسیږي، وویل چې دوی د هغې د تمدید احتمال نه ویني.


پيوندونه: #مننه , #تورکیه , #امریکا

اړوند خبرونه