امریکا یو ځل بیا اسرائیلو په رفح ښار د پراخه برید په اړه خبرداری ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اسرائیل ته د رفح په اړه خبرداری ورکړ. بلنکن وويل: "که اسرائيل رفح ته د حماس د پاتې کنډکونو د له منځه وړلو لپاره په بشپړه توګه ننوځي، ستونزه به حل نه شي.

2143260
امریکا یو ځل بیا اسرائیلو په رفح ښار د پراخه برید په اړه خبرداری ورکړ.

امریکا یو ځل بیا اسرائیلو په رفح ښار د پراخه برید په اړه خبرداری ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اسرائیل ته د رفح په اړه خبرداری ورکړ. بلنکن وويل: "که اسرائيل رفح ته د حماس د پاتې کنډکونو د له منځه وړلو لپاره په بشپړه توګه ننوځي، ستونزه به حل نه شي. په دې صورت کې به اسرائيل په غزه کې يو ستر مقاومت په ميراثي توګه ترسره کړي چې مسووليت به يې د هغوې پر غاړه وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ولسي جرګې د بودیجې په غونډه کې د غزې او رفح د وروستیو حالاتو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

بلینکن چې یو ځل بیا اسرائیلو ته خبرداری ورکړ چې د باور وړ او ممکنه جامع پلان پرته په رفح باندې د لوی برید ترسره کول به ستره خطا وي.هغه  ټینګار وکړ چې په سیمه کې شاوخوا یو نیم  میلیون فلسطینیان میشت دي او د داسې یوې سیمې اشغال به جدي پایلې ولري.

هغه خبرداری ورکړ که چیرې اسرائیل رفح ته ننوتي دا به ستونزه حل نکړي.

بلنکن وويل: "که اسرائيل د حماس د پاتې کنډکونو د له منځه وړلو لپاره په بشپړه توګه رفح ته ننوځي، ستونزه به حل نه شي، حتی د داسې بريد وروسته به د حماس په زرګونو وسله وال غړي پاتې شي، په دې صورت کې به اسرائيلو ته د ستر مقاومت ميراث پاتې شي." ددې خبرې مسئوولیت به د هغوې پر غاړه وي.

بلینکن د دې په یادولو سره چې اسرائیلو تر اوسه دوی ته د رفح د برید په اړه  هر اړخیز پلان نه دی وړاندې کړی، وویل ،  له داسې  یو جامع پلان پرته پرمخ وړل به خورا ستونزمن وي او پرځای یې دوی یوازې د حماس د غړو د له مینځه وړلو لپاره ځینې پلانونه وړاندې کړي.

بلینکن په دې دلیل چې د امریکا لخوا وړاندې شوی لید یوازې حماس په نښه کوي او هدف یې په سیمه کې ملکي وګړو ته د زیان رسولو کمول دي، وویل چې دوی په هره غونډه کې له اسرائیلو سره د رفح په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د ولسي جرګې غونډه روانه وه، ځینو مظاهره چیانو د بلینکن او د امریکا د ادارې پرضد شعارونه ورکول او ویل چې  «بلینکن په غزه کې د نسل وژنې مسؤول دی».

 

مظاهره چیان چې د کانګریس د پولیسو لخوا له تالار څخه وویستل شول د ویستو پر مهال يي هم شعارونه ورکول.

بلینکن پرون هم  د امریکا په سنا کې د بودیجې په غونډه کې ګډون کړی و، له ورته اعتراضونو سره مخ شو. مظاهره کوونکو د هغه پر خلاف د "غزې قصاب" شعارونه ورکړل.



اړوند خبرونه