په انګلستان کې د ټاکلې مودې مخکې ټاکنې کیږي.

د انګلستان لومړي وزير ريشي سوناک اعلان وکړ چې د جولای په څلورمه به پارلماني ټاکنې ترسره شي.

2143146
په انګلستان کې د ټاکلې مودې مخکې ټاکنې کیږي.

په انګلستان کې د ټاکلې مودې مخکې ټاکنې کیږي.

د انګلستان لومړي وزير ريشي سوناک اعلان وکړ چې د جولای په څلورمه به پارلماني ټاکنې ترسره شي.

ريشي سوناک دا څرګندونې د کابینې د اونیزې غونډې وروسته د لومړي وزیر دفتر ، مخې ته وکړې.

سوناک خپله وینا  په دې سره پیل کړه، چې هیواد یې په تیرو پنځو کلونو کې له دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹-۱۹۴۵) راهیسې له خورا سختو پړاوونو تیر شوی او وویل چې په انګلستان کې به ددې ټولو ناخوالو پر خلاف مبارزې دوام وکړي.

سوناک  دې ته اشاره وکړه چې اقتصادي ثبات د ټولو بریالیتوبونو اساس دی او وویل چې  د بریتانیا اقتصاد وده کوي او انفلاسیون بیرته عادي حالت ته راستون شوی دی.

هغه وویل چې په هیواد کې د سود نرخ  او کچه راټیټه شوې او د حکومت پلان کار کوي . هغه  وویل چې ښه  پوهیږي چې دا مهال د ډیری خلکو لپاره شیان اسانه ندي.

سوناک  وویل چې اوس له ملت څخه پوښتنه کوم چې "تاسو په چا باور کوئ؟"

"اوس د انګلستان لپاره  ددې وخت دی چې خپل راتلونکی وټاکي. دا د دې وخت دی چې پریکړه وکړو چې ایا هغه پرمختګ غواړۍ چې مونږ کړی او که ناڅرګندي غواړۍ چې هیواد بیرته فقر پر لورې لاړ شي. ما د انګلستان له پاچا  چارلس سره ولیدل، او د پارلمان د منحلولو غوښتنه مې وکړه چې د  پاچا له ومنل شوه . مونږ به د جولای په څلورمه عمومي ټاکنې ترسره کړو.

سوناک ادعا وکړه چې د کارګر اصلي اپوزیسیون ګوند د انګلستان لپاره هیڅ راتلونکي پلان نلري ، او په رای ورکونکو یې غږ وکړ چې د هیواد لپاره د روښانه پلان او زړور اقدام سره ګوند غوره کړي.

د خپلې وینا په پای کې لومړي وزیر سناک استدلال وکړ چې هغه به د ټولټاکنو کمپاین په اوږدو کې د هرې رایې لپاره مبارزه وکړي، د رایې ورکوونکو باور ترلاسه کړي او یوازې د هغه په ​​​​مشرۍ کې د محافظه کار ګوند حکومت به اقتصادي ثبات تضمین کړي.


پيوندونه: #ټاکنې , #انګلستان

اړوند خبرونه