د نړۍ تر ټولو د ډیر عمر لرونکې راهبه ومړه.
۱۱۸ کلنه فرانسوۍ راهبه لوسیل رانډون چې د نړۍ د تر ټولو زوړ انسان لقب یې درلود مړه شوه.
1934221
د نړۍ تر ټولو زوړ انسان ومړ.
۱۱۸ کلنه فرانسوۍ راهبه لوسیل رانډون چې د نړۍ د تر ټولو زوړ انسان لقب یې درلود مړه شوه.
د سویلي فرانسې په تولون کې ښار د زړو د پالنې د مرکز چارواکو ، چیرې چې رانډون پکې ژوند کولو وویل چې رانډون پرون د شنبې په ورځ په خپل بستر کې مړه شوه.
چارواکو وویل چې دوی د خور رانډون په مړینه خواشیني شوي ، چې د "ډوین نرسې اندرې" په نوم هم پیژندل کیږي ، مګر څرګنده یې کړه چې هغه د اوږدې مودې راهیسې د خپل مرګ په انتظار کې وه.
راهبه لوسیل رانډون چې د ۱۹۰۴ میلادي کال په فبروري میاشت کې زیږیدلې وه، د تیر کال د اپریل له ۲۵ راهیسې د نړۍ د ترټولو زوړ انسان لقب ترلاسه کړی وو. د ویلو ده چې نوموړې ۲۰۲۱ کال په پیل کې د نوي ډول کرونا ویروس (کوویډ - ۱۹) ناروغۍ څخه ژوندۍ پاتې شوه.