اوکراین بهرنیو چارو وزیر : د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره به د چاووش اوغلو له برکته لیدنه وکړي
د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو وزیر سبا د ترکیې د انتالیا په ولایت کې مخامخ لیدنه کوي
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا وویل چې د مارچ په لسمه نیټه یعنې سبا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره پلان شوې لیدنه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له برکته ترسره کیږي.
د اوکراین مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر کولبا په یو تلویزیوني پروګرام کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف سره په ترکیه کې د مخامخ لیدنې په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې د مارچ په لسمه نیټته به د لاوروف سره د مذاکراتو په میز کینو.
هغه ویلي دي د هر څه مخکې دا باید ووایو چې دا لیدنه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له برکته ترسره کیږي. هغه وویل پدې نه پوهیږي چې ولسمشر اردوغان ، که پوتین او یا چاووش اوغلو لاوروف ته پدې لیدنه کې د ګډون قناعت ورکړی دی خو په یوه خبره پوهیږي چې د مارچ په لسمه به د لاروف سره مخامخ لیدنه وکړي او دا لیدنه د چاووش اوغلو له برکته ترسره کیږي.
کولبا وویل چې د تیرو دوو کلونو راهیسې لاوروف دوه په دوه او یا څلور اړخیزه توګه زما سره لیدنه نده کړې.
خو اوس يي په ناڅاپي توګه دا لیدنه قبوله کړه. البته د ویلو لپاره څه لري او غواړي چې خپل کوم پيغام مونږ ته راورسوي. هغه به واورو خو د هغه سره به پر اوکراین د یرغل د اصلي معمارانو نه د یو په توګه خبرې وکړو.
کولبا ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پدې لیدنه کې به د لاروف سره د کریمیا او یا دونباس د مسئلو په اړه خبرې وکړي او که نه؟ وویل ، هیواد پداسې یو موقف کې قرار نلري چې د ځینو شیانو نه منصرف شي.