په ایټالیا کې د کیبل ګاډي په پيښه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د ایټالیا په شمال کې د کیبل ګاډي د لویدو په پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایټالیا په شمال کې د ستریسا ښار او موټیرون غرونو ترمنځه د کیبل ګاډي په کرښه کې د رامنځته شوې پيښې له امله لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي د کیبل ګاډي پدې کرښه کې یو کابین چې ګن شمیر کسان پکې سپارول په ناڅاپي توګه راوغورځید.
د ایټالیا د الپ غرونو او معدن د ژغورنې ډلې ویلي دي چې پدې پيښه کې یوه نهه کلنه ماشومه چې سخته ټپۍ شوې وه او په امبولانس چورلکه کې روغتون ته انتقال شوې وه د ټولې مداخلې سره سره ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي پدې کابین کې ۱۵ تنه سپارله ول چې ۱۴ تنو يي ژوند د لاسه ورکړی او یو ۵ کلن ماشوم سخت ټپي ژغورل شوی دی.
د ایټالیا ولسمشر، لومړي وزیر، د اروپا د شورا رئيس، اروپايي ټولنې د کمیسیون رئیس او یو زیات شمیر نورو چارواکیو ددې پيښې له امله د ډاډګیرنې او تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.
د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي. د ویلو ده چې سیلانیان پدې کیبل ګاډي کې د سټریسا د ښار نه د موټیرون غرونو ته سفر کوي.