داعش ترهګرې ډلې خپل ۸ تنه جنګیالي اعدام کړل

د داعش ترهګرې ډلې خپل اته تنه هالنډي جنګیالي په دار وځوړول

442215
داعش ترهګرې ډلې خپل ۸ تنه جنګیالي اعدام کړل

د داعش ترهګرې ډلې په منځ کې خپلمنځنۍ ستونزې پیل شوي دي. داعش ډلې خپل اته تنه بهرني جنګیالي په دار وځوړول.

د سوریې د رقه د ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د داعش ترهګرې په منځ کې خپلمنځۍ ستونزې پیل شوي دي. د همدې ستونزو له امله یادې شوې ډلې خپل ۸ تنه هالنډي جنګیالي اعدام کړي دي.

داعش ترهګرې ډلې دا اته تنه هالنډي جنګیالي د رقه ولایت د معدن په ښار کې په دار ځوړولي دي.

ویل کیږي نوموړي کسان د داعش ترهګرې ډلې نه د تیښتې د هڅه کولو په تور اعدام شوي دي.

د RBSS د خبر له مخې په رقه کې د داعش د یوې ډلې جګپوړو چارواکیو او ۷۵ تنو هالنډي جنګیالیو ترمنځه ستونزې پیدا شوي دي.

یوه څه موده د مخه د داعش ترهګرې ډلې د عراق څانګې ۳ تنه هالنډي جنګیالي د تیښتې د هڅه کولو په تور ووژل. ددې وژلو نه وروسته د هالنډي جنیګالیو او داعش ځینو چارواکیو ترمنځه ستونزې پیل شوې.

د داعش مشر ددې ستونزې د حل په خاطر د منځګړی هیت سیمې ته واستو. هیت د څیړونو نه وروسته د داعش مشر ته په وړاندې کړي راپور کې هالنډي جنګیالي پړ بللي چې ددې په مقابل کې د هالنډي جنګیالیو د نیولو امر شوی دی .

داعش ډلې د نوموړو هالنډي جنګیالیو نه ټولټال ۸ تنه په دار ځوړولي دي.

د هالنډ د استخباراتو د معلوماتو له مخې په عراق او سوریه کې د ۵۰ تنو ښځو په ګډون ۲۰۰ تنه د هالنډ وګړي د داعش په لیکو کې جنګیږي.



اړوند خبرونه