اسرائیلو د غزې په سویل کې د رفح پر ښار کې د بې ځایه شوو کډوالو پر خیمو هوايي بریدونه کړي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د غزې تړانګې په رفح ښار کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په خیمو باندې د اسرائیلي پوځ په برید کې ۴۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
![اسرائیلو د غزې په سویل کې د رفح پر ښار کې د بې ځایه شوو کډوالو پر خیمو هوايي بریدونه کړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9631/2312/5978/66542a8b40c4a.jpg?time=1719318275)
اسرائیلو د غزې په سویل کې د رفح پر ښار کې د بې ځایه شوو کډوالو پر خیمو هوايي بریدونه کړي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د غزې تړانګې په رفح ښار کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په خیمو باندې د اسرائیلي پوځ په برید کې ۴۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطیني خبري اژانس WAFA د راپور له مخې د اسرائیلو جنګي الوتکو د رفح په شمال لویدیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (UNRWA) ګودامونو ته څیرمه د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر خیمو بمباري وکړه.
د لومړنیو اټکلونو له مخې په دغه برید کې ۴۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین د سرې میاشتې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طبي ټیمونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ګڼ شمیر فلسطینیانو جسدونه او ټپیان روغتونونو ته راانتقال کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د رفح ښار په شمال لویدیځ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کمپ د اسرائیلي الوتکو د وحشیانه بمباریو په پایله کې ګڼ شمیر فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو هم ویلي، د اسرائیلي پوځ بمبارۍ د دې سبب شوې چې په کمپ کې ګڼې خیمې ویجاړې او وسوځول شي، دا کمپ په هغه سیمه کې نه دی چې اسرائیلي پوځ د خلکو ترینه د وتو غوښتنه کړې ده. "
عیني شاهدانو ویلي، چې اسرائیلي جنګي الوتکو په دغه کمپ لږ تر لږه ۸ راکټونه وویشتل.