سعودي عربستان د حج په سږنیو مراسمو کې د وفات شوو حاجیانو شمیره اعلان کړه.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر فهد عبدالرحمان الجلاجل د الاخباریه چینل ته په خپله وینا کې د حج په سږنیو مراسمو کې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات ورکړل.

2155154

هغه وویل چې سږ کال په سیمه کې د هوا د تودوخي کچه ډیره زیاته لوړه وه چې د همدې امله یو زیات شمیر حاجیان ددې تودوخي له امله سخت اغیزمن شوي دي.

د سعودی عربستان د روغتیا وزیر  اعلان وکړ چې سږ کال  ۱۳۰۱ تنو حاجیانو ژوند د لاسه ورکړی چې  ۸۳ سلنه یې د حج اجازه نه درلوده  او ویلی یې دی چې د ځینو هغو کسانو چې روغتیایی وضعیت یې خراب دی، درملنه دوام لري.

الجلاجل یادونه وکړه هغه کسانو چې ژوند د لاسه ورکړی ډیری د لوړ عمر لرونکي او یا د کرونیک ناروغیو لرونکي کسان دي. همداشان ځینو کسانو ډیر زیات د لمر لاندې د پاتې کیدو او مزل کولو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

وزیر الجلاجل وویل چې دوی له یو ملیون ۳۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیایی خدمات وړاندې کړي چې د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته راغلي دي او د وفات شوو کسانو د کورنیو سره د خواخوږي څرګنده کړه.  

اړوند خبرونه