حماس : نتنیاهو په غزه کې د نسل وژنې د دوام لپاره د اوربند له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق ویلي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د نسل وژنې د دوام لپاره د اوربند له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

2155594

عزت الرشق د بنیامین نتنیاهو د هغه څرګندونو په اړه  ارزونه وکړه چې ویلي دي اسرائیل په غزه کې موقتي تړون ته چمتو دی".

الرشق په دې باندې په ټینګار سره چې "د نتنیاهو خبرې د یوې موقتي موافقې او د بریدونو دوام ښیي چې هغه د بندیانو کورنیو ته دروغ وایي او د دوی د ماشومانو ژوند ته پام نه کوي،" الرشق وویل، "د نتنیاهو ریښتینی چلند دا نه دی چې یوې موافقې ته ورسیږي. موافقه، د اوربند څخه د تیښتې لپاره د وخت په ترلاسه کولو او نسل وژنې ته دوام ورکوي."

الرشق  پر امريكايي ادارې هم غږ وكړ، چې په  نتنياهو دې د جګړې د ختمولو لپاره فشار راوړي.

د حماس دغه چارواکي همدا راز ویلي چې دوی په غزه کې د اوربند، له هغه ځایه د اسرائیلي پوځ د بشپړ وتلو او د بندیانو د تبادلې د تضمین لپاره د قطر او مصر د منځګړیتوب د هڅو ستاینه کړې او دا یو مثبت ګام بولي.

نتنیاهو د جون په ۲۳ مه د اسرائیلو له ۱۴ ټلویزیون سره په مرکه کې دې ته اشاره وکړه چې دوی به په بشپړه توګه په غزه کې بریدونه ودروي او ویې ویل، «زه چمتو یم چې یو اړخیز تړون وکړم.

اړوند خبرونه