اسرائیلو په غزې باندې په برید کې داځل د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه خور ووژله.

د غزې د تړانګې په لوېديځ کې د الشاطي کډوالو پر کمپ د اسرائيلو په بريد کې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د خور په ګډون لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2155539

د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د اسرائيلو د پوځ الوتکو د شاطي د کډوالو په کمپ کې د هنيه د کورنۍ پر يوه کور هوايي بريد وکړ.

په بريد کې کور په بشپړه توګه ويجاړ، د کورنۍ ۱۰ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.

د غزې په ښار کې د معمداني روغتون سرچینو اعلان وکړ چې پدې برید کې د هنیه خور زهره عبدالسلام هنیه په مړو کې شامله ده.

د ویلو ده چې ددینه مخکې هم  اسرائیلو پوځ د روان کال د اپریل په ۱۱ نیټه  د هنیه د زامنو پر ګاډي د برید برید سره  د هنیه درې زامن او څلور لمسیان په قتل ورسول.

اړوند خبرونه