د روژې مبارکه میاشت پيل شوه
سږنۍ د روژې مبارکه میاشت د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ تر سیوري لاندې پیل شوه
![د روژې مبارکه میاشت پيل شوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2a7c/eb13/1cb1/5ea2c0433a4e6.jpg?time=1719306746)
. په ټوله نړۍ کې مسلمانانو د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د تدابیرو په خاطر د وضع شوو محدودیتونو او بندیزونو تر سیوري لاندې لومړۍ روژه ونیوله.
د ویلو ده چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د روژې مبارکه میاشت چې د عبادت میاشت ده د کرونا ویروس د بندیزونو له امله جوماتونه تړل شوي او په ټولیزه توګه په عبادت کولو او روژه ماتي بندیز لګول شوی دی.
د ترکیې په ګډون د اسیا او منځني ختیځ یو زیات شمیر هیوادونو د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي په خاطر جوماتونه تړلي او په ټولیزه توګه د روژه ماتي په څیر په فعالیتونو يي بندیز لګولی دی.
د نړۍ تر ټولو د لوی نفوس خاوند هیواد د اندونیزیا دیني چارواکیو په مسلمانانو پنځه وخته لمونځونه او د تراویح لمونځ په کور کې د ادا کولو غږ کړی دی.
سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې د مسلمانانو د سپیڅلو ښارونو مکې مکرمې او مدینې منورې ته يي په تګ راتګ بندیز لګول دی.
په کعبې شریف کې په جماعت کولو بندیز لګولی دی. د عمرې حج يي درولی .
همداشان په بنګلادیش کې بیا چارواکیو جوماتونو ته د خلکو د تګ د مخنیوي او یا د شمیرې د راټیټولو په خاطر پراخه تدابیر نیولي دي.
د ویلو ده چې تیره شپه د نړۍ په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشت لومړنۍ تراویح په کورونو کې وشوې.