په بغداد کې تر ټولو پر مهمې په ګرین زون سیمې راکټي بریدونه شوي
په بغداد کې په ګرین زون سیمې چیرته چې د امریکا سفارت هم شتون لري راکټي بریدونه شوي
د عراق په پلازمینه بغداد کې تر ټولو پر مهمې د ګرین زون په سیمه چیرته چې د امریکا سفارت شتون لري راکټي بریدونه شوي دي.
عراقي چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دوه راکټه په ګرین زون سیمه کې د امریکا سفارت ته نږدې لګیدلي دي چې چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
همداشان دوه راکټه په صلاح الدین ښار کې د امریکا د بلاد په نامه تر ټولو په سترې پوځي هډه کې لګیدلي دي چې د مرګ ژوبلې په اړه يي معلومات په لاس کې نشته.
ویل کیږي په ګرین زون سیمه کې د راکټونو د لګیدو او چاودنو نه وروسته د امریکا د سفارت د خطر زنګونه په غږیدو شوي دي.
دا بریدونه د امریکا لخوا په پلازمینه بغداد کې د ایران تر ټولو د پیاوړي د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني پر کاروان د هوايي برید نه چې په نتیجه کې سلیماني او د حشد الشعبي مرستیال المهندسي د ګن شمیر کسانو ته ووژل یواځې یوه ورځ وروسته کیږي.
د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستل شوی دی. د بریدونو نه وروسته د ګرین زوی ډیری لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي.