په حلب کې برید په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د حلب د برید د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه

1213171
په حلب کې برید په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د سوریې  په شمال کې د حلب ښار اړوند د عزیز په ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  تیر ماښام  د حلب ښار د عزیز په ولسوالۍ د موټر پر مټ  چاودنه وشوه .

په سیمه کې د ملکي خوندیتوب  ادارې  ویلي دي چې پرون د ماښام په ساعتونو کې د سوریې د عزیز په سیمه کې د ترکیې پولې ته نږدې  د ښار په مرکز کې  د تالاشۍ  په یو مرکز د موټر پر مټ  برید وشو. په پیښه کې  ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګن شمیر نور ټپيان شوي وو چې د مړو شمیره ۲۱ تنو لوړه شوه.

پدې برید کې  لږ تر لږه  ۴۵ تنه ټپیان شوي  وو  چې  د بعضو روغتیايي  حالت  باریکه  دی.

پداسې  حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو امنیتي ځواکونه بیا وايي  چې کیدای شي دا برید د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې وای پ جي لخوا شوی وي.


پيوندونه: #سوریه , #حلب , #عزیز , #برید

اړوند خبرونه