حوثیانو د دوو کښتیو د ویشتلو نه خبر ورکړ.

په یمن کې حوثيانو ویلي چې دوی په سور سمندرګي او د هند بحر کې دوه کښتۍ د کروز توغندي او یو ډرون کښتۍ  سره ویشتلي دي.

2155120
حوثیانو د دوو کښتیو د ویشتلو نه خبر ورکړ.

حوثیانو د دوو کښتیو د ویشتلو نه خبر ورکړ.

 په یمن کې حوثيانو ویلي چې دوی په سور سمندرګي او د هند بحر کې دوه کښتۍ د کروز توغندي او یو ډرون کښتۍ  سره ویشتلي دي.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سیري یادونه وکړه چې د "ټرانس ورلډ نیویګیټر" په نوم کښتۍ په سور سمندر کې د ډرون کښتۍ پر مټ  په نښه کړې ده.

سیري اعلان وکړ چې د سټولټ سیکویا په نوم یوه بله کښتۍ هم د هند په بحر کې د کروز توغندي سره په بریالیتوب په نښه کړې ده.

د پوځ ویاند وویل نوموړۍ کښتۍ د فلسطین د اشغال لاندې بندرونو ته په غیرې قانوني توګه د داخلیدو له امله ویشتي دي.


پيوندونه: #حوثیان , #یمن

اړوند خبرونه