امریکا او انګلستان د یمن په لویدیځ کې د الحدیده په ښار کې لس هوایی حملې وکړې .

د حوثیانو اړوند د المسیره ټلویزیوني چینل په خبر کې ویل شوي چې امریکا او انګلستان د الحدیده  په نړیوال هوايي ډګر شپږ هوايي بریدونه کړي دي.

2153757

د بله پلوه  امریکا او انګلستان د یمن په کامران ټاپو کې په سور سمندرګي کې ۴ هوايي بریدونه کړي، خو د برید او د هغې د پایلو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

په یمن کې حوثیان چې د ایران د پوره ملاتړ نه برښمند دي  د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۳۱ راهیسې د یمن په سواحلو کې سوداګریزې کښۍ چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري، په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې نیسي او یا پرې بریدونه کوي.

حوثیانو تیره ورځ هم د امریکا د یوې جنګي بیړۍ  په ګډون په ۳ کښتیو د برید کولو نه خبر ورکړی وو. حوثیانو ویلي وو چې په نوموړو کښتیو د بالستیک توغندیو، د کښتیو ضد توغندیو او ډرون الوتکو سره بریدونه کړي وو.

د حوثیانو د کړنو له امله، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سور سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

په یمن کې د دوی تر واک لاندې سیمو باندې د امریکا او انګلستان له بریدونو وروسته حوثي یاغیانو اعلان وکړ چې د دغو دوو هیوادونو ټولې کښتۍ به په نښه کړي.

حدیده د یمن یو له مهمو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، ځکه چې دا اوږد ساحل لري، همدارنګه یو نړیوال هوایی ډګر او درې مهم بندرونه لري.

اړوند خبرونه