په سوریه کې په ملکي وګړو ځانمرګی برید وشو.
په سوریه کې ځانمرګي برید له امله نږدې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
![په سوریه کې په ملکي وګړو ځانمرګی برید وشو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8a59/e539/5eea/5b58268f9a99f.jpg?time=1719262584)
په سوریه کې په ملکي وګړو ځانمرګی برید وشو.
د سوریې په سویل کې د السویدا په ښار کې په ملکي وګړو د ځانمرګي برید سره قتل عام رامنځته شو.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې د هیواد په سویل کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۸ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.
ځايي چارواکیو د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه. د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شويدي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا بیا ویلي دي چې د السویدا په ښار کې د ځانمرګي برید نه وروسته امنیتي ځواکونو دوه تنه نور ځانمرګي برید کوونکي غوښتل يي ځانونه والوزوي د الوزولو نه مخکې په ډزو له خپو وغورځول.
د ویلو ده چې د السویدا ښار په شمال ختیځ کې هم په دریو کلو باندې بریدونه شوي دي.
پدې کلو کې هم ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي.